<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 17:51:45    
په ښار کې د غرونو ښاړه ( ١ )

cri

دا څلی خپله ځانګړنه لري چې اوسنۍ پرمختللې ټيکنالوژي يې له پخواني هنر سره يو ځای کړې او يوه جلا بڼه يې خپله کړې ده. د څلي په لاندنۍ برخه کې موزيم او پلورنځی جوړ شوي چې ښه ګڼه ګوڼه په کې وي.

له دغه څلي څخه د شانګهای ښار ډېرې برخې ښکاري . هغه مخامخ د چين تر ټولو لوړه ودانۍ ده. دغه ودانۍ داسې ښکاري لکه له هېندارو چې جوړه وي. دغې ودانۍ ته جين ماو برج وايي. دا ودانۍ چې له دغه ځايه جوته ښکاري ٨٨ پوړه لوړه ده چې په ١٩٩٩ کال په ٣ ، ٢ هېکټاره ځمکه کې جوړه شوه . لوړوالی يې ٥ ، ٤٢٠ متره ته رسېږي. په دغه ودانۍ کې دفترونه، سوداګريز مرکزونه او يو پينځه ستوريز هوټل شته. دغه هوټل له ٥٧ پوړ څخه تر ٨٧ پوړ پوری ټولې خونې خپلې کړې دي. ٨٨ پوړ د نندارو لپاره دی چې په يو وخت کې زر کسان ځايولای شي. ٨٨ پوړ ته دوه اېلېوېټرونه ( ګړندی لېفټ ) فعاليت کوي چې په يوه ثانيه کې ١ ، ٩ متره مخ په بره منډه کوي. ماسخوتن بېرته ټول هوټل ته د تګ په نيت بس ته وختو. ټرېسي بيا د سبا ورځې د پروګرام اعلان وکړ: سبا ګهيځ به له سهارنۍ وروسته اوه بجې او ديرش دقيقې په لابي کې ټول سره ګورو او بيا به د جيانګ سو ولايت د سو جو ښار ته ځو.

څلورمه ورځ: چارشنبه د نومبر ٢٩ مه ٢٠٠٦

د ګهيځ له لمانځه وروسته نېغ د چای خوړلو ځای ته ورغلم. له چايو وروسته بېرته خپلې خونې ته وختلم چې کمره، قلم او کاغذ راوخلم. لابي ته چې راکوزېدم نو اووه بجې او ديرش دقيقې وې. ټول ملګري په وخت را و نه رسېدل. نو په بس کې تر لږ انتظار وروسته مو په ٤٥ :٠٧ د سوجو ښار په لوري حرکت وکړ.

له شانګهای څخه تر سو جو پورې دوه ساعته لاره ده . په لاره شنې او زرغونې کروندې دي. ډاګ او له کروندې تشه ځمکه نه سترګو کېږي. کليواله سيمه ده، خو زموږ تر ښارونو هم اباده ده. چينايانو د کليو د ابادۍ لپاره ډېرې ښې لارې چارې خپلې کړې دي. لکه په کليو کې د داوطلبو محصلانو کارونه ، د کليو خوشالي، د دولت له خوا د کليو د ابادۍ پروګرام او دې ته ورته نور. د کليو خوشالي مېله هغه پروګرام دی چې د عامو وګړيو له خوا د کليو د ابادۍ لپاره تر سره کېږي .