د جون شپږويشتمه نېټه د نشه يي موادو د مخنيوي له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د چين دولتي شورا د روانې مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې د هېواد د نشه يي موادو د مخنيوي حالت په اړه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د چين د نشه يي موادو د مخنيوي ملي کمېټې د سرمنشي دايمي مرستيال او د عام امنيت وزارت د نشه يي موادو د مخنيوي ادارې مشر ښاغلي يانګ فنګ ژوی څرګنده کړه اوس له نشه يي موادو سره د ټولو چينايانو مبارزه ډېره اغېزمنه شوې ده. دغه راز چين به د هيروينو د اداري نتيجې د ټينګولو او پراخولو او د نوي ډول نشه يي مواد د خپراوي د مخنيوي په موخه په پوره توګه اړوند کارونه تر سره کړي.
چين له ٢٠٠٥ کال راهيسي له نشه يي موادو سره د ټولو چينايانو په مبارزې پيل کړی چې عمده کارونه يې د هيروينو اداره او موخه يې د نشه يي موادو د سرچينې کنترول، د نشه يي موادو له امله د رامنځته کېدونکيو زيانونو مخنيوی او د نشه يي موادو استعمالوونکيو شمېر کمول دي. د چين د نشه يي موادو مخنيوي ملي کمېټې د سرمنشي دايمي مرستيال او د عام امنيت وزارت د نشه يي موادو مخنيوي ادارې مشر ښاغلي يانګ فنګ ژوی د جون په پنځه ويشتمه نېټه د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر په يوه مطبوعاتي غونډه کې څرګنده کړه چې له نشه يي موادو سره د مبارزې له پيل راهيسي د چين حکومت اړوند کارونه ډېر اغېزمن شوي دي. ده وويل
( لومړی اواز)
لومړی، د نشه يي موادو په مخنيوي کې د ګډون په اړه د ټولو هېوادوالو مفکوره په څرګنده توګه لوړه شوې ده. دوهم، د نشه يي موادو استعمالونکيو ته د درس ورکولو او د اړوندو زيانونو د مخنيوي کارونو چټک پرمختګ کړی دی. درېيم، له بهر څخه د نشه يي موادو له قاچق سره د مبارزې توان لوړ شوی دی. څلورم، د نشه يي موادو له توليدولو او پلورلو سره په مبارزه کې ډېر زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. پنځم، د اړوندو کيمياوي توکيو، درملونو د ازاد پلورلو حالت په اغېزمنه توګه کنترول شوی دی. شپږم، په بهر کې د نشه يي موادو سرچينې د له منځه وړلو کارونه هم اغېزمن شوي دي.
په وروستيو څو کلونو کې چين د وګړيو ګټو په نظر کې نيولو سره د نشه يي موادو استعمالوونکيو د درملنې زيات مرکزونه جوړ کړي چې تر اوسه پورې د اته سوه او لس زره تنو درملنه په کې شوې ده. د دې تر څنګ چين په تېرو دريو کلونو کې څه دپاسه يو سل او څلويښت زره اړوندې قضيې تنظيمې کړې، د نشه يي موادو يو سل او اويا زره تنه پلورونکي يې نيولي او اوولس اعشاريه پنځه ټنه هيروين يې موندلي دي. دغه راز له نشه يي موادو سره د مبارزې عمومي حالت په څرګنده توګه ښه شوی دی.
له دې سره سره ښاغلي يانګ فنګ ژوی وويل چې په ټوله نړۍ کې د نشه يي موادو ستونزو د زياتېدو له امله په چين کې د نشه يي موادو مخنيوي کارونه هم له سخت حالت سره مخامخ شوي دي. نوموړي په دې اړه وويل
( دوهم اواز)
اوس مهال د هيروينو کنترول دنده سخته شوې ده او د نوي ډول نشه يي مواد د خپراوي مخنيوي دنده لا هم درنه ده.
برسېره پر دې، اوس مهال له بهر څخه چين ته د نشه يي موادو ننوتلو مخنيوی، د هېواد دننه د نشه يي موادو په اړه له جرمونو سره مبارزه او د اړوندو کيمياوي توکيو د خپراوي مخنيوی هم په چين کې د نشه يي موادو د مخنيوي عمده دندې دي. د ٢٠٠٧ کال په پای کې چين يو اړوند مهم قانون خپور کړ چې نوم يې د نشه يي موادو د مخنيوي قانون دی. د دغه قانون له مخې، د چين حکومت د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په دولتي پلان کې د نشه يي موادو مخنيوی شامل، اړوند لګښت يې په مالي بوديجه کې شامل شوی او د نشه يي موادو د پلټنې او ازموينې، د اړوندو معلوماتو سيستم او اړوندو کارونو د خپرولو نظام يې بشپړ کړی او په همدې مهال يې اړونده نړيواله همکاري پياوړې کړې ده. ښاغلي يانګ فنګ ژوی وويل
( درېيم اواز)
د دغه قانون پلی کېدل د نشه يي موادو د مخنيوي په اړه د چين حکومت د دايمي درېځ او ټينګ هود څرګندوی دی او په پر له پسې توګه د نشه يي موادو په اړه د جرمونو د مخنيوي او کنترول سيستم بشپړول په چين کې د نشه يي موادو چارو د پوره پرمختګ لپاره ډېر زيات اهميت لري.