د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جون په ٢٥ نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک سپورتی لوبو له ترانسپورتی تاسيساتو څخه کتنه وکړه او تاسيسات جوړونکيو او فنی کارګرانو ته يې د درناوي مراتب څرګند کړل.
رئيس هو جين تاو د دغې کتنې په ترڅ کې وويل اوس مهال د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو له پيلولو څخه څه د پاسه يوه مياشت پاتی ده . اړوندې خواوې بايد د دغو سپورتی لوبو له پيل مخکی د اړوندو ترانسپورتی تاسيساتو د رسمی کارولو د تامين لپاره کوشش وکړي.