<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 18:42:17    
د يو لړ پروګرامونو له لاری د چين د طبيعی کلتوري ميراثونو ساتلو جزابيت څرګندېږي

cri

د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو له پرانيستلو مخکې د چين مرکزي تلويزيوني ستيشن د چين د نړيوالو ميراثونو په نامه د يو لړيز مستند فلم په ښودلو پيل کړی او لومړۍ ځل دی چې د چين غنی طبيعی کلتوري ميراثونه يې نندارچيانو ته وړاندی کړی .دغه فلم ٣٨ پارچی لری او په ٧ کلونو کې بشپړ شوی چې په کې له ٢٠٠٨ کال مخکې د م م د ښوونيز، علمی او کلتوري سازمان د نړيوالو ميراثونو په ليست کې د چين ٣٣ طبيعی، کلتوري او نامادی ميراثونه ليدل کېږي. نندارچيان د دغه فلم له لاری د چين د ښکلی طبيعی منظری او د چين د ٥ زره کلن تاريخي کلتور په اړه معلومات تر لاسه کولای شي.

د دغه فلم عمومی جوړونکی ګوان هوی وويل د نړۍ ميراثونه ځانګړي دی ، موږ بايد په لومړۍ سرکې د دغو نړيوالو ميراثونو د بدلون له بهير څخه په ښی استفادی سره د هر ميراث په اړه کيسه جوړه کړو.

د چين زيات شمېر طبيعی او کلتوري ميراثونه د لرغونی تمدن استازی دی. د چين په ختيځ شان دونک ولايت د تای شان غره له ٢ زره کلونو راهيسی د چين د هنرمندانو او پوهانو د روحيې يوه ښه سرچينه ده. د چين په شمالي سيمه کې د ٦ زره کيلو مترو په اوږدوالی لوی ديوال د بشريت په مدنی تاريخ کې لومړۍ ستره ودانيزه پروژه ده او د چين د ملی روحيې نښه بلل کېږي. په نامادی ميراثونو کې د کون په نامه د چين لرغونې اوپيرا چې ٦٠٠ کلونه تاريخ لري او د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د مقام هنر هم له لرغونی تاريخ څخه راپاتی شوی دی.

د چين د نړيوالو ميراثونو په نامه د لړيز مستند فلم له لاری په هر اړخيزه توګه د دغو نړيوالو ميراثونو بڼه نندارچيانو ته وړاندی شوی .

د چين په جنوب لويديځ سه چوان ولايت کې نړيوال ميراث يعنی د دو جيانګ يان ښار د چينګ چنګ غر د می په ١٢ نېټه د ون چوان په سخته زلزله کې ويجاړ شوی . نو د چين مرکزي تلويزيوني ستيشن د می په ١٦ نېټه په لومړۍ سر کې د دغه لړيز فلم د خپرولو په وخت کې د دو جيانګ يان د چينګ چنګ غر د لومړی پارچی په توګه خپور کړ.

د چين د مرکزي تلويزيونی ستيشن مرستيال ګاو فنګ وويل د ښه کيفيت لرونکی لړيز مستند فلم اخيستل د نړيوالو ميراثونو د ساتنې لپاره يوه ښه لاره ده چې ستر اهميت لري.

د خبر له مخې، د دغه لړيز فلم د ښودلو په وخت کې به يو لړ اړوند کتابونه چې د دغه لړيز فلم له مخې ليکل شوی هم خپاره شي چې لوستونکو ته د مشهورو تاريخی او طبيعی منظرو په هکله معلومات وړاندی شي.