<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-26 10:09:33    
په چين کې د ماليزيا سفير وايی: زه باور لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې په بريالۍ توګه تر سره شي.

cri

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. ماليزيا له ١٩٥٦ کال راهيسي له ١٩٨٠ کال پرته په هره دوره اولمپيک لوبو کې ګډون کړی، خو لا تر اوسه يې يو طلايی ميډال هم نه دی تر لاسه کړی. سږ کال د ماليزيا سپورتي پلاوی پوره باور لري چې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې يو طلايی ميډال تر لاسه کړي. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

په چين کې د ماليزيا سفير ښاغلي سيد نورالزمان زموږ د راډيو خبريال ته پوره باور څرګند کړ او و يې ويل

( لومړی اواز)

زما په أند، موږ توان لرو چې د بدمينتون په پروګرام کې يو طلايی ميډال تر لاسه کړو. په دغه پروګرام کې موږ ډېر ښه فرصت لرو. د دې تر څنګ موږ د هاکۍ په پروګرام کې هم پياوړی توان لرو.

د بدمينتون نړيوالې ټولنې د اړوندو شمېرنو له مخې، د ماليزيا نارينه لوبغاړی لي چونګ وی او ښځينه لوبغاړې ونګ ميو چونګ په جلا جلا توګه په دغه پروګرام کې د نړۍ دوهم او نهم ځايونه نيسي. په دغه پروګرام کې ماليزيا يو پياوړی

هېواد دی، نو امکان شته چې ماليزيا د بېجينګ اولمپيک لوبو د بدمينتون په پروګرام کې يو طلايی ميډال تر لاسه کړي.

د ښاغلي سيد نورازمان بدمينتون هم ډېر خوښېږي. ده هيله څرګنده کړه چې د ماليزيا د بدمينتون لوبغاړي د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې يو يا دوه طلايي ميډالونه تر لاسه کړي. د دې تر څنګ ښاغلي سفير وويل چې طلايي ميډالونه لږ دي، خو لوبغاړي ډېر دي، نو امکان نشته چې هر لوبغاړی يو طلايی ميډال تر لاسه کړي. هر لوبغاړی چې يوازې د سيالۍ په ترڅ کې د اولمپيک روحيې څرګندې کړي، نو دی به يو توريالی وی. ده زياته کړه

( دوهم اواز)

موږ بايد د اولمپيک روحيې خپرې کړو. د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ کلتوري تګ راتګ او متقابل تفاهم به د اولمپيک روحيې د خپرولو له لارې پياوړی شي چې له مخې يې زموږ نړۍ نوره هم أرامه او ثابته شي.

د اولمپيک لوبو کوربه هېواد لپاره دا يوه ننګونه ده چې څنګه د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو لپاره د سياليو ښه چاپېريال برابر کړي چې تر ټولو ښه نتيجه په کې تر لاسه کړي. د ماليزيا سفير په بريالۍ توګه د اولمپيک لوبو تر سره کولو لپاره د چين حکومت کوښښونه وستايل او څرګنده يې کړه چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به هرومرو د اولمپيک روحيې خپرولو لپاره مهم خدمتونه تر سره کړي. ده وويل:

درېيم اواز)

زه د بېجينګ اولمپيک لوبو تشکيلاتي کمېټې ډېر درناوی کوم. د اولمپيک

لوبو ټول ډګرونه او سټېديمونه پر وخت بشپړ شوي او اړوند کارونه يې هم ډېر اغېزمن دي. زه باور لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې په کوښښونو سره اولمپيک لوبې هرومرو په روانه او بريالۍ توګه تر سره شي.

ټول چين د اولمپيک لوبو له کوربنۍ حق تر لاسه کولو وروسته زيات کوښښونه کړي دي. د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې او ټولو چينايانو په ملاتړ سره په بېجينګ کې ستر بدلون راغلی دی. خو په داسي حال کې ځيني کسان له خوښۍ وړ دغه بدلون پرته د خوړو امنيت او د هوا کيفيت په ځينو مسئلو کې د چين پر حکومت ينوکې کوي او ځيني لوبغاړي د هوا کيفيت په پلمه د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې خپل ګډون ردوي. ښاغلي سيد نورالزمان په دې اړه وويل

( څلورم اواز)

له دريو کلونو راهيسي په بېجينګ کې د چاپېريال کيفيت ډېر ښه شوی دی. زه دا نظر لرم چې بېجينګ د اولمپيک لوبو د تر سره کولو له لارې د چاپېريال په برخه کې نور زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وي. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!