<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-27 11:25:52    
حماس د فلسطين وسله والو ډلو ته اخطار وکړ چې له اسرائيلو سره د دوی اوربند زيانمن نه کړي.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې حماس د جون په شپږويشتمه نېټه د فلسطين بېلا بېلو وسله والو ډلو ته اخطار ورکړ چې له اسرائيلو سره د دوی اوربند زيانمن نه کړي.

د حماس وياند په همدې ورځ څرګنده کړه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ اوربند د فلسطينيانو له ملي ګټو سره تړاو لري او د فلسطينيانو ترمنځ يې ګډ ملاتړ يې تر لاسه کړی، نو هر څوک چې د اوربند له پريکړې څخه سر غړونه کوي، د پايلو مسؤليت به يې په رغاړه وي.

د يو بل خبر له مخې، اسرائيلو پريکړه وکړه چې د روانې مياشتې له اوه ويشتمې نېټې څخه په محدود ډول ناحال عز د ځمکی بندر له لارې غزې ته د سون موادو برابرول بيا پيل کړي، خو د اسرائيلو او غزې ترمنځ نورې ځمکني بندرونه په همدې ورځ بيا هم تړلي دي.