د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې سياسی بيورو د روانې مياشتې په ٢٧ نېټه اولمپيک لوبو ته د چمتوالی په وروستی پړاو کې د مهمو کارونو د څيړنې او ادارې په اړه يوه ځانګړې غونډه ترسره کړه چې مشري يی د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د عمومی منشی هوجين تاو وکړه.
په دغه غونډه کې وويل شول چې د بيجينګ اولمپيک لوبو پيل ته يوازی شاوخوا څه دپاسه يوه مياشت پاتی ده او دغو لوبو ته د تياريانې کارونه وروستی پړاو ته رسيدلی دي. د چين کمونست ګوند او د بېلابېلو کچو حکومتونه بايد په تفصيلی توګه دغو لوبو ته د تياريانو کارونه ترسره کړي، بايد د دغو لوبو د ځانګړتياوو او لوړې سويې په اړه د نړيوالې ټولنې په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي او بايد تروسې پوری دغه لوبې په داسی توګه ترسره کړي چې نړيواله ټولنه، د بېلابېلو هيوادونو لوبغاړي او خلک يی په اړه خوښ شي.