د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ديموکراتيکې کوريا د جون په اووه ويشتمه نېټه په يونګبيون کې د اوبو سړولو برج د بم په وسيلې ويجاړ کړ. امريکا، کوريا جمهوريت، روسيې او جاپان په همدی ورځ د ديموکراتيکې کوريا له دغه عمل څخه خوښي څرګنده کړه.
د ديموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو يو تن چارواکي، د دغه هېواد د اټومی انرژۍ ادارې چارواکي او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د کوريا جمهوريت ادارې مشر کيم سونګ د اوبو سړولو څلی د ويجاړولو له بهير څخه ليدنه وکړه.