د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: هند او پاکستان د جون په اوويشتمه نېټه پريکړه وکړه چې د جولای په يوويشتمه نېټه به د دواړو خواوو تر منځ د هراړخيزو خبرو اترو د بهير پنځم پړاو پيل کړي.
د هند د بهرنيو چارو وزير پراناب موکرجی او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشی په همدې ورځ په نوی ډيلي کې له خبرو اترو وروسته دغه پريکړه اعلان کړه. دواړو خواوو څرګنده کړه چې هند او پاکستان به د جولای له يوويشتمې نېټې څخه تر دوه ويشتمې نېټې پورې په نوی ډيلي کې د خبرو اترو پنځم پړاو تر سره کړي او د کشمير، سولې او ثبات او پر يو بل د باور د ټينګتيا لپاره د تدبيرونو په شمول به د ځينو مسئلو په هکله بحث وکړي.
ښاغلي قريشي په همدې ورځ وويل دواړه هيوادونه د سوله ايز بهير په اړه ګډه هيله لري او د دواړو هيوادونو حکومتونه بايد د ځينو مسئلو حلولو سياسی نظريه څرګنده کړي.