د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د ٨ هېوادونو ډلی او د عمده نوی اقتصادي سازمانونو پارلماني غړيو او ځينو سياستوالو د جون په ٢٨ نېټه په توکيو کې غوښتنه وکړه چې د اقليم بدلون د مسئلی په اړه تګلاری جوړې او پلی کړی.
د ګردې کری د چاپيريال د نړيوالو پارلماني غړيو ټولنې له خوا د اقليم د بدلون په اړه يو فورم د جون په ٢٨ نېټه په توکيو کې پرانيستل شو . د جاپان صدراعظم ياسو فوکودا په پرانيستونکی وينا کې وويل د شنو خونو د ګازونو کمښت د ټولو هېوادونو ګډون ته اړتيا لری. ده غوښتنه وکړه چې د ٨ هېوادونو ډلی په راتلونکی سرمشريزه غونډه کې يو نوی نړيوال چوکاټ جوړ کړی چې د شنو خونو ګازونو د خپرولو په اړه عمده هېوادونه په کې ګډون وکړي.