د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چې د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو د جون د نهه ويشتمې نېټې تر ١٢ بجو پورې دزلزلې په ځپلو سيمو کې د ژغورنې په کارونو کې څلور پنځوس مليارد او اووه سوه او شپاړس مليون يوانه لګولي دي.
د جون د نهه ويشتمې نېټې تر ١٢ بجو پورې د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ سخته زلزله کې ٦٩١٩٥ تنه مړه، دری سوه او اويا زره تنه ژوبل او ١٨٤٠٤ تنه ورک شوي دي. د څلور پنځوس مليارد او نهه سوه مليون يوانو په ارزښت بسپنې راغونډې شوي او د شل مليارد يوانو په ارزښت مرستندويه پيسې او مالونه ناورين ځپلو سيمو ته لېږل شوي دي.