د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جورج بوش د جون په ٢٨ نېټه پر زيمبابوې د بنديز لګولو امر ورکړ.
نوموړي په يوه اعلاميه کې وويل د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کوندوليزا رائيس ته يې امر ورکړی چې پر زيمبابوې او ساتونکيو يې بنديز ولګوي. ده زياته کړه هغه به پر م م ډېر فشارونه واچوي چې زيمبايوې ته وسلې ونه لېږدول شي او د دغه هېواد چارواکيو پر سفر محدوديت ولګول شي.
جورج بوش پر همدی مهال وويل امريکا به په پرله پسې توګه د افريقايي هېوادونو له ټولنې ، د افريقا په جنوب کې د پرمختګ ټولنې او نړيوالې ټولنې سره نژدی همکاری وکړي چې د زيمبابوې اوسنی بحران حل شي.