د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشی بن کيمون به د جولای په پيل کې له چين څخه ليدنه وکړي.هغه له دې مخکې هيله څرګنده کړه چې د م م او چين ترمنځ د دوستۍ اړيکې ټينګې شي.
نوموړي وويل چين تل د م م له ټولو چارو سره مستې کوي. هغه به چين ته د سفر په ترڅ کې د چين له مشرانو سره د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکيو د لا ټينګتيا په اړه بحث وکړي.
بن کيمون د م م په سوله ساتو فعاليتونو کې د چين د ګډون ستاينه هم وکړه. ده وويل چين د دارفور مسئلې د حل و فصل لپاره ډېرې هڅې کړې دي. هيله ده چې چين په پرله پسی توګه د دغې مسئلې په حل و فصل کې خپل مهم رول ولوبوي.