<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-30 21:05:36    
د چين صدراعظم ون جيا باو د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې کوندوليزا رائيس سره وکتل.

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د جون په دېرشمه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې کوندوليزا رائيس سره د کتنې په ترڅ کې وويل چين غواړي له امريکا سره يو ځای د خبرو اترو او سلامشورې له لارې يو بل ته پاملرنه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې ګټې لا پياوړې شي.

صدراعظم ون جيا باو تر هرڅه لومړی د چين له زلزله ځپلو سيمو سره د امريکا د حکومت او بېلا بېلو خواوو له مرستو مننه څرګنده کړه. هغه وويل چې په تېرو څو کلونو کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو مهم پرمختګ موندلی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکيو ټينګتيا او ژورتيا د دواړو خواوو ګډه دنده ده. صدراعظم ون جيا باو د چين او امريکا ترمنځ د څلورمی دورې ستراتيژيکو اقتصادي خبرو اترو لوړه ستاينه وکړه.

وزيرې رائيس د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې په بهير کې د چين د حکومت او خلکو له خوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو لوړه ستاينه وکړه او ويی ويل چې امريکا غواړي په پر له پسی توګه د چين د زلزله ځپلو سيمو له بيا رغونې څخه ملاتړ وکړي.