د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په څلورمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د ګرجستان هغه عمل چې په همدی ورځ يې پر جنوبی اوسيتيا بريد وکړ، يو تېری دی. ګرجستان په همدی ورځ دغه وينا رد کړه او و يې ويل چې جنوبي اوسيتيا د اور بند له تړون نه سرغړونه کړې ده.
د جنوبي اوسيتيا د کورنيو چارو وزارت د جولای په څلورمه نېټه وويل د ګرجستان پوځ د جولای په درېيمه نېټه شپه د جنوبي اوسيتيا پر مرکز تسخينوالی ښار بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه ووژل او شپږ تنه نور ټپيان شول. جنوبی اوسيتيا تر اوسه غچ نه دی اخيستی.