د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سکرتر سلمان بشير د جولای په يوويشتمه نېټه په نوی ډيلي کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل پاکستان غواړی چې له هندې سره د ګډو علاقه وړ مسئلو حلولو لپاره همکارۍ وکړي.
نوموړي د هند د بهرنيو چارو وزارت له سکرتر شيف شانکار مينون سره له خبرو اترو وروسته وويل پاکستان د جنوبی أسيا سيمی د سولې او ثبات ساتلو لپاره کوشش کوي او له هند سره به تبادلې او همکارۍ ته دوام وکړي چې د ګډو علاقه وړ مسئلو حلولو لپاره هڅی وکړي.
هغه زياته کړه چې پاکستان او هند دواړه سولې او ثبات ته اړتيا لري.