د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان د ملی ورځپاڼې د ١٤ نېټې د خبر سره سم ، د روانې مياشتې په ١٣ نېټه د پاکستان د پنجاب صوبی په مرکز لاهور کی يوه ځان وژنکې چاودنه وشوه .
د معلومت له مخې، دغه چاودنه د لاهورپه سوږمۍ بازارکی شوې ده او له دې پېښې مخکې په دې سيمه کې ٢٠ تنو پوليسو د خپلواکۍ د ١٤ نېټی ورځی د امنيت د ساتنې لپاره پيره کوله ، په دې چاودنه کې د ٢ تنو پوليسو په ګډون ٩ کسان وژل شوي او٣٥ نور ټپيان شوي دي .