د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کانګرس د ملي کميټې مشر جيا چينګ لين د روانې مياشتې په ١٣نېټه په بېجينګ کې د ګسار تانګر له نندارتون څخه ليدنه وکړه او ويي ويل، د چين حکومت تل د لږ کيو دکلتور د ساتنې او پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. دغه نندارتون چی د سی چوان ولايت د ګان ځی د تبتی خپلواکې سيمې له خوا جوړشوی نه يوازې د تبتي کلتور د ساتنې او پرمختګ په موخه يو ارزښتناک فعاليت دی ،بلکی د چين د قومي او کلتوری پاليسی يوه څرګندونه ده.