د چين د نړيولې راډيو د خبر له مخې،د نورو هيوادونو خبر رسنيو د بېجينګ اولمپيک لوبو ته په پر له پسی توګه ډېر زيات پام اړولی. دوی د پرانستونکو مراسمو او د المپيګ لپاره د چين د حکومت او خلکو د تياريو ستاينه وکړه او دا يې ومنله چې د چين قوت ورځ په ورځ لوړيږي.
د تجربې په نامه د روسې يو مجلې د روانې مياشتې په دوويشتمه په خپلې مقالې کې وويل چې د بېجيګ اولمپيک لومړی ريکارډ دا دی چې له څه دپاسه د اتيا هيوادونو او سيمو مشرانو په پرانستونکو مراسمو کی ګډون کړی و.
د واشنګتن پوست ورځپاڼې د روانې مياشتې په يوولسمې نېټې په خپله مقاله کې وويل چې اوس مهال چينايان له خوښی څخه ډک احساس لري. د وخت په نامه مجلې ويلي چې د پرانستونکو مراسمو په ترڅ کی په زړه پورو نندارو نړۍ ته د چين روښانه مدنيتونه وړاندې کړل.
د جی يې او په نامه د پاکستان تلويزيوني شبکی د بېجيګ اولمپيګ لوبو ته ډېر اهميت ورکړ او د اولمپيک لوبو په اړه خپل ځانګړی پروګرامونه خپروي.