د سينهوا أژانس د خبر له مخې،د امريکا د انرژی د وزير مرستيالې فرېدريسن د روانې مياشتې په درويشتمه وويل چې د انرژی په هکله د امريکا او چين تر منځ زياتې همکاری دواړو خواوو ته ګټور دي.
په همدی ورځ د امريکا د پارلمان په يوه غونډه کې ميرمن فرېدريسن څرګنده کړه چې چين او امريکا د انرژی پر نړيوال بازار باندې زياته اغيزه لري چې د انرژی په هکله د دواړو خواوو همکاری له ګډو ګټو سره يو ځای دي.
هغې دې ته هم اشاره وکړه چې انرژی،د چاپيريال د دوامداره پرمختګ او د اقتصاد د سمسورتيا لپاره دواړو هيوادونو ته ډېر اهميت لري چې د دوی تر منځ همکاری د انرژی د ستونزو د حل لپاره زياتې ګټې ولري.