<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2009-05-12 19:57:11    
د ون چوان د لويې زلزلې د پيښېدو د لومړۍ کاليزې د يادونې په هکله ځانګړی پروګرام

cri

ګرانو دوستانو! د می ١٢ نيټه د چينايانو په زړه کې يو تلپاتی وير دی . ځکه چې د تير کال په همدې ورځ د چين په جنوب لويديځ د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر اته اعشاريه په کچه يوه خونړۍ زلزله پيښه شوه. دغه زلزلې له خپل ځان سره يو ځای ٦٨ زره اوه سوه او ١٢ تنو انسانانو ژوند واخيست او ١٧ زره نهه سوه او ٢١ تنه انسانان ورک شول. له هغه وخت نه تر اوسه پوری په دی سيمه کې دخلکو ژوند څنګه دی؟ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته ځينی معلومات د نوموړې سيمې په هکله وړاندی کړم.

ښاغلی دونګ چي جن چې د دوو جيانګ يان ښار په شيانګ هه علاقه داری کې اوسيږی، هره ورځ د خپلو ښکليو مرغانو قفس په لاس کې نيولو سره چکر وهي. د ده په کلی کې کورنه ليکه په ليکه د غرو پر لمن کې اباد شوي دي . هغه د اوسنی ژوند په اړه ډير قناعت لري او ويی ويل:

زما پخوانی کور دومره ښکلی نه و. که څه هم هغه کور زما د خپلو ګاونډيو په پرتله ښه و خو اوسنی کور مې ډير ښه دی. دلته د نل اوبه ، بريښنا او ګاز کارولو اسانتياوې شته چې پخوا موږ نه لرلې .

د چي پان په کلی کې خلکو په تيره زمانه کې په غير منظمه توګه خپل کورونه جوړول. په دغه لويه زلزله کې اکثر کورونه ويجاړ او له منځه لاړل . د زلزلې د پيښيدو له ٧ مياشتو وروسته يعنی د جنورۍ په ٢٢ نيټه د ښاغلی دونګ په ګډون د دغه کلی شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ په نويو جوړو شويو کورونو کې ځای پر ځای شوي دي. دغه نوی استوګنځی د ځايی حکومت له خوا ډيزان او جوړ شوي. د ښاغلی دونګ کورنی چې نهه تنه غړي لري، دوه کورونه ترلاسه کړل چې هر کور څلور کوټې هم لري.

اوس چنګ دو ښاروالي پلان لري چې په شيانګ هه علاقه داری کې ١٦ دغه شان استوګنځی جوړ کړي ترڅو چې د روان کال له ژمی نه مخکی ټول مصيب ځپلی وګړي په نويو کورونو کې ځای پر ځای شي.

د شيانګ هه په علاقه داری کې يو منځنی ښوونځی او دوه مکتبونه شته چې په دغه زلزله کې تر بېلابېلې اندازې پوری ويجاړ شوي وو. تر اوسه پوری د شانګ های ښاروالۍ په مرستو سره ځينی نوی ښوونځی جوړ شوي دي.

په دغه ډګر کې څه دپاسه سل تنه کارکوونکی د شيانګ هه مکتب په جوړولو بوخت دي. دغه مکتب به په چين کې لومړی هغه مکتب وي چې په بشپړ ډول د ونو له تختو څخه جوړيږی. ټول لرګي د کاناډا له خوا بسپن شوي دي.

د سه چوان ولايت د دوجيانګ يان ښار د ښوونې او روزنې ادارې يو اړوند چارواکی جانګ پينګ وويل چې د دغه مکتب د جوړولو په بهير کې په چين کې ترټولو لوړپوړی ملکی ميعار کارول شوی دی. هغه وويل :

موږ به څو ډلې جوړې کړو چې په جلا جلا توګه د دغه مکتب د ابادۍ کيفيت او سرعت په ګډون هره خوا وڅاري او وارزوي.

په حقيقت کې د شيانګ هه علاقه داری بيارغونه يوازی د سه چوان ولايت د مصيبت ځپلو سيمو د بيا ابادۍ يوه بېلګه ده. د چين مرکزی حکومت ١٩ شتمن ولايتونه يا لوی ښارونه ټاکلي چې هر ولايت يا ښار له يوې مصيب ځپلی سيمې سره ځانګړې مرسته وکړي. د ګډو کوششونو په رڼا کې له يو کال راهيسی د سه چوان د بيارغونې کارونه په چټکۍ سره پرمختګ کوي. اوس په دې سيمه کې په ډيرو ځايونو کې داسی کارونه ليدل کيږی چې ډير کورونه يا ښوونځی د ابادولو په حال کې دي.

د سه چوان ولايت د ابادۍ څانګې مشرې تيان لي يا وويل چې په کليوالو سيمو کې لږ زيانمن شوی کورونه ترميم شوي دي. د دې ترڅنګ حکومت په تير کال کې د څه دپاسه يو مليون هغو کورنيو لپاره نوی کورونه ودان کړي يا ترميم کړي چې په نوموړې زلزله کې يی خپل کورونه ډير زيانمن او يا ويجاړ شوي وو.

په کليوالو سيمو کې د کورونو د ابادۍ کيفيت او سرعت د ضمانت لپاره اړوند ابادونکی اصول ټاکل شوي چې د اړوندو کارپوهانو له خوا ليکل شول. د بېلابېلو سيمو او قومونو د ځانګړتياوو په مقابل کې د کورونو د ابادولو څه دپاسه څلور سوه ډوله نقشې جوړې شوې دي.

اوس په سه چوان ولايت کې شاوخوا اويا زره وګړي له انتقالی کورونو نه په نويو کورونو کې ځای پر ځای شوي دي. دغه ولايت پلان لري چې د روان کال له پای نه مخکی په کليوالو سيمو کې او د راتلونکی کال له می مياشتې نه مخکې په ښاری سيمو کې د کورونو د بيارغونې کارونه بشپړ کړي. په هغه وخت کې به ټول مصيب ځپل وګړي په نويو کورونو کې په خير او خوښۍ واوسي!

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملی کميټې مرستيال مو هونګ وويل چې په مصيب ځپلو سيمو کې د ښوونځيو د بياابادۍ بهير هم چټک دی.

ويل کيږی چې د ښوونځيو د ابادولو بهير نسبتأ چټک دی. تر اوسه پوری په دی سيمه کې په سلو کې اوويا برخه زده کوونکی په دايمی ښوونځيو کې اوس خپلې زده کړې کوي.

د دې ترڅنګ خلک نه يوازی د ابادۍ سرعت بلکې د پروژو نظام او کيفيت ته هم ډيره پاملرنه ورکوي.

د شی فانګ ښاروالي د ټولګټو په مرکز کې د بيجينګ په مرستو سره د پروژو ابادۍ عمومی انجنير هوانګ ون وۍ خبريالانو ته وويل چې د دغه مرکز د ابادولو په ډله کې نيمه برخه کارکوونکو د بيجينګ د اولمپيک لوبو په اړه اړوندو پروژو د ابادۍ په کارونو کې ګډون کړی و. دوی ژمنه وکړه چې د دغه مرکز د ابادۍ کيفيت د بيجينګ د لوبغاليو په پرتله ټيټ نه وی.

ښاغلی هوانګ زياته کړه :

موږ له پيل څخه د اړوندو توکيو کيفيت ته پاملرنه ورکوو. د پروژو د ابادولو په هره مرحله کې اړونده څارنه سخته ده . په پای کې به موږ په عمومی توګه يوه څارنه هم ترسره کړو.

په حقيقت کې له زلزلې وروسته معنوی بيارغونه هم ډيره مهمه ده. د بېلابېلو ټولنو شخصيتونه له مصيبت ځپلو خلکو سره مرسته کړې چې دوی د ضمير خواخوږۍ ښکارندويی کوي.

زما نوم سوزی دی. زه ١٣ کلن يم . زه له لامبو وهلو سره ډيره مينه لرم.

دغه نجلۍ چې همداوس يی په انګليسی ژبه خپل ځان راوپېژندلو، چينګ ژوی فانګ نوميږی. هغه د سه چوان ولايت د دوو جيانګ يان ښار په ګوانګ يا ښوونځی کې يوه زده کوونکې ده. د دې پلار او مور په ياده شوې خونړۍ زلزله کې ورک شوي دي.

د دغې نجلۍ د صنف ښوونکی وو شياو شيا وويل چې هر يتيم به هره مياشت له حکومت نه شپږ سوه يوانه پيسې ترلاسه کوي. په همدې وخت ښوونکی او نور ملګری هم په بېلابېله توګه له دغو يتيمانو سره د خواخوږی خبرې کوي.

دغه سندره ويونکې وانګ جن فانګ نوميږی چې د زلزلې پيښيدو په مرکز اينګ شيو علاقه داری کې د چيانګ قوم يوه ښځه ده. د دې د سندرې معنی دا ده چې نوی کورونه به نور د سپين ږيرو او ماشومانو د خوښۍ وړ وي او د کور په باغ کې د انار ونې هم ليدل کيږی.

د دوی کورونه د بيارغونې په بهير کې دي او د درس لوستلو غږ له ښوونځيو څخه بهر ته پورته کيږی. د سه چوان خلک اوس د راتلونکې رڼا په لور قدم پورته کوي .