<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2009-05-12 21:37:47    
د عصری تخنيک له لارې د ښوونځيو جوړونه

cri
ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ژوند په چين کې نننۍ کړۍ ته مو هر کلی کوم. د تېر کال د مې په دوولسمه نېټه د چين په سه چوان ولايت کې سخته زلزله رامنځته شوې ده چې له امله يې خلکو خپلی خوشحالی کورني له لاسه ورکړې دي او زياتې ښوونځي هم ويجاړې شوې دي. اوس له دغې زلزلې څخه يو کال تېر شوي. خبريالان يو ځل بيا د سه چوان مصيبت ځپلو سيمو ته تللي او او ويي ليدل چې په نويو ښوونځيو کې زده کوونکي په خوښی سره زده کړه کوي.
بې چوان منځنی ښوونځی د سه چوان ولايت په ميان يانګ ښار کې پروت دي چې د زلزلې له سختو زيانونو سره مخامخ و . د دغې زلزلې له پېښېدو اووه ورځې وروسته د بې چوان منځني ښوونځي زده کوونکي د يوې تصديو يو روزنېز مرکز ته ليږدول شوې او په زده کړې يې بيا پيل وکړ. د دغه ښوونځي مشر لي شيوه يي وويل چې د تېر کال په سپتمبر کې يو شمېر داوطلبانو چې د بېجينګ د پلازمينې دارامعلمين پوهنتون له موسيقي څانګې څخه راغلې، په بې چوان ښوونځی کې د ښوونکيو دندې ترسه کړې چې په پايله کې په دغه ښوونځی کې د موسيقی او نقاشۍ په ګډون يو لړ هنري درسونه پيل شوي چې د زده کوونکو ذهنی روغتيا پياوړی شوې ده ښاغلي لي وويل اوس موږ د ياد شوي پوهنتون د مرستې له لارې د هنري ښوونې څيړنه کوو چې په لوړو ټولګيو کې د موسيقی او نقاشۍ په ساحو کې ځانګړی ټولګي پرانيزو.موږ نه يوازی په دغو ساحو کې د زده کوونکو علاقې پياوړې، بلکې په رسمي توګه درسونه ورکوو چې د کانکور لپاره د ټاکلي معيارونو سره سم خپل درسونه ټاکل شوی دی.
د بې چوان منځني ښوونځی يو شمېر زده کوونکي د زلزلې له امله معيوب شويدي. خو دوی د موسيقی او نقاشۍ ښوونې د منلو له لارې ګام په ګام له روحي ستونزو څخه وتلی دی.
د پلازمينې دارامعلمين پوهنتون زده کوونکي جانګ جو جيون چې اوس د بې چوان په منځنی ښوونځی کې د ښوونکې په توګه کار کوي، خبريال ته وويل چې په نژدی لنډه موده کې يې د پيانو د يو سرود تمرين کوي چې خپلو زده کوونکو ته درس وکړي. هغه هيله لري چې موسيقی به د مصيبت ځپلو سيمو ټولو ماشومانو ته باور او خوشحالي ورسوي . دې وويل زما د زده کوونکو عمرونه زما په پرتله يوازی دری يا څلور کاله کم دي. نو موږ د يو بل سره ښه دوستان يو. پخوا زه يوازی له موسيقۍ څخه خپل احساسات څرګندول ،خو اوس موسيقي زما او د زده کوونکو ترمنځ يو دوستانه پل جوړکړی دی.
ښاغلي لي شيوه يي وويل چې اوس اړوندی خواوی د دغه ښوونځی لپاره د نوی ودانۍ د ابادولو پلان جوړوي چې زده کوونکو ته د زده کړې لا ښه شرايط برابر کړي.
د معلوماتو له مخې په سه چوان ولايت کې څه باندې ديارلس زره ښوونځی د زلزلې له امله ويجاړ شوي. خو په تېر يو کال کې ځايی ښوونيزو کارکوونکو تر خپلې وسې پورې د ښوونيزو چارو د بيا اعاده کولو لپاره کوښښ کړی دی. نو له دې امله خبريالانو د مرکې په ترڅ کې د ښوونځيو د نويو ودانيو د بيا جوړولو زياتې پروژې وليدلې چې د دوو جيانګ يان ښار د شيانګ عه کوچنی ښوونځی په کې يو دی.
د دغه ښوونځی د نويو ودانيو د جوړولو په پروژه کې سلګونه کارګران بوخت دي. د معلوماتو له مخې د دغه ښوونځی نوی دوانۍ به په پوره توګه په لرګيو جوړې شي چې په چين کې ساری نه لري او ټول لرګي يې په وړيا توګه د کانادا لخوا برابرېږي. له مصيبتونو وروسته د بيا رغونې په اړه د سه چوان ولايت د دوو جيانګ يان ښار د ښوونی ادارې مسؤل جانګ پينګ وويل چې د شيانګ عه پخوانی ښوونځی د زلزلې له امله په سخته توګه ويجاړ شوی دی. نو حکومت پريکړه وکړه چې په بل ځای کې يو ښوونځی جوړ کړي. اوس ښوونيزې ودانۍ او د زده کوونکو ليليه په بنسټيزه توګه جوړ شويدي. ده وويل د دغه ښوونځی ودانۍ د شانګ های د تونګ جي په نامه د پوهنتون د ډيزاين مرکز لخوا ډيزاين او د شانګ های د لېو دي په نامه د محمدود ودانيز شرکت له خوا جوړېږي. دغه پروژه به د روان کال د جولای په ديرشمه نېټه به بشپړه شی او په منی کې په کار ولويږي.
ګرانو اوريدونکو، باور لرو چې مصيبت ځپلي ماشومان د ټولنې تر پاملرنې لاندي ښه راتلونکی ولري.