د دريو تنو قوت راجمع شی، د ببر قوت رامنځته شی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 09:55:49

وايی چې دوه زره کاله دمه په چين کې څو وړوکي ملکونه وو چې يو ملک يی وی نوميده، يوه ورځ د وی پاچا له جاو ملک سره د اتحاد جوړولو لپاره پان څون د استازي په توګه مقرر کړ څو چې د پاچا زوی د يرغمل په توګه جاو ملک ته ورليږی. د خدای پامانۍ په وخت کې پان څون پاچا ته وويل که څوک تاسو ته خبر درکړي چې په بازار کې يو خطرناک ببر شته، پری باور لری؟ باور پری نه لرم. پاچا ځواب ورکړ. پان څون بيا تپوس وکړ که لږه شيبه وروسته بل څوک تاسو ته وويل چې په بازار کې يې ببر وليد، هم پری باور نه لرئ؟ پاچا له لږ فکر وروسته وويل پوره باور نه لرم، خوشکمن يم چې رښتيا په بازار کې ببر شته که نه. پان څون خپلو پوښتنو ته دوام ورکړ او و يی ويل که نور درېيم سړی تاسو ته هم خبر درکړي چې په بازار کې ببر راغلی دی. پری باور لرئ که نه؟ پاچا په واضيحه توګه ور ته وويل چې البته باور لرم. پان څون په انديښمنه لهجه پاچا ته وويل ټولو ته معلومه ده چې په بازار کې د ببر د راتګ امکان نشته، خو دريو تنو تاسو ته ويلی چې دوی په بازار کې ببر ليدلی دی، نو تاسی پری باور لری. زه به اوس له شهزاده سره د جاو ملک ته حرکت کوم، له جاو پلازمنې څخه زموږ د هېواد تر پلازمېنې پوری مسافت بازار ته د مپراطوری ماڼۍ له فاصلې نه ډېر لېری دی. جاو ته زما له ورتګ وروسته زياتو کسانو پاچا ته ويلی چې پان څون په جاو کې هره ورځ فاخرانه ژوند تيروی او له خپل هېواد سره د خيانت نيت لری. دری کاله وروسته پان څون خپله دنده بشپړه کړه او بېرته خپل وطن ته ستون شو. پاچا نه يوازی ور ته هېڅ مکافات ندي ورکړي، بلکې يې ور سره حتی نه دی ملاقات کړی. له دې کيسې نه پورتنی متل جوړ شو او خلکو ته اخطار ورکوی چې د نورو کسانو په درواغونو او شايعاتو دی باورونه وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040