د ٌ لا هو ٌ قوم

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:14:12

د چين د ٌ لاهو ٌ د قوم نفوس څه دپاسه څلور لکو يوولس زره تنه دی چه په عمده توګه د چين د جنوب لويديځ د يون نان د ولايت په اړه د لان څانګ جانګ د لا هو قوم په خودمختاره ولسوالۍ او نورو دوو ولسواليو کښی اوسيږی ٠ دا قوم خپله ژبه او ليک دود لری٠ د دی قوم اکثر خلک پر بوديزم او څو ارباب الانواعو باندی عقيده کوی او لږ شمير يی پر کاتوليکی او مسيحی دينونو باندی ايمان لری٠

په لرغونی زمانه کښی د ٌ لا هو ٌ قوم او د ٌ يی ٌ او ٌ ناسی ٌ په شمول څو قومونه د چين د شمالی سيمې د ٌ دی ٌ او ٌ چانګ ٌ په قومی فبائلو پوری اړه درلودله٠ له ميلادی لسمې پيړۍ نه وروسته د ٌ لا هو ٌ قوم اسلافو په لويې پيمانې سره جنوبی خوا ته کوچ وکړ٠ د چين د ٌ يوان ٌ او ٌ چينګ ٌ په سلسلو کښی يعنی د ميلادی ١٣ پيړۍ له اوومې لسيزې څخه د اوولسمې پيړۍ تر دوهمې لسيزې پوری د ٌ لا هو ٌ قوم د چين د جنوب لويديځې سيمې د يوه بل قوم ٌ دای ٌ د محلی مشرانو تر تسلط لاندی وو٠ د ميلادی نولسمې پيړۍ له پای نه د شلمې پيړۍ تر پيل پوری د دی قوم خلکو څو څو ځله قيامونه وکړل او ځينو يی کډه وکړه چه په نتيجه کښی د دوی د خپريدو اوسنی حالات رامنځ ته شويدی٠

د ٌ لا هو ٌ قوم خلک په کرنې لګيا دی او شولی کری٠ د دی قوم نارينه په يوه وخت کښی يوازی يوه ښځه لری، د واده مراسم د ناوی په کور کښی پرځای کيږی او نارينه د واده نه وروسته د خواښۍ په کور کښی د درو کالو دپاره اوسيږی يا په دائمی توګه هلته ژوند کوی٠

د ٌ لاهو ٌ د قوم عنعنوی کورونه عمومأ مربع دوه پوړيزې ودانۍ دی چه دا د کور د خاوند د مقام د ثبات او کلکوالی او د ژوند د ارامۍ څرګندوی ده٠ د کور پاسنی پوړ د خوب او ناستۍ کوټې دی چه د ناستۍ د کوټې په مرکز کښی منقل شته او پکښی اور هيڅکله نه مری٠ د کور لاندينی پوړ ديوال نلری او پکښی مالونه ذخيره کيږی او کورنی ژوی او مرغان روزل کيږی٠

د ٌ لا هو ٌْ د قوم خلک له تور رنګ سره ډيره مينه لری٠ ښځې يی تور اوږد خلعت او پطلون اغوندی او پښې يی لوڅې دی، دوی د دری يا څلور متره اوږد تور ټوکر په وسيله سر پيچی، د دی قوم نارينه تور لنډ کميس او تور اوږد پطلون اغوندی او سر يی په تور ټوکر پيچل کيږی يا توره کوچنی مدوره خولۍ په سرکوی٠

د ٌ لاهوٌ د قوم خلک دا عادت لری چه د باڼسو د قطی په وسيله ډوډۍ او سبزی پخوی، ځکه چه د باڼسو په قطی کښی پاخه شوی خوراکونه نه يوازی اصلی خوند ساتی، بلکه د باڼسو خوشبويی هم لری٠ دغه راز دوی د باڼسو د قطی په وسيله د چايو پاڼې هم چمتو کوی چه طريقه يی دا ده : لومړی- دوی د چايو تازه پاڼې په ديګ کښی وريتوی، بيا يی د تازه باڼسو په قطی کښی اچوی، ورته فشار ورکوی او دا قطی اور ته نژدی ږدی تر څو چه د چايو پاڼې وچی شی، په پای کښی د بانسو قطی ماتوی او د چايو وچې پاڼې اخلی٠ دغه ډول چای هم د چايو عطر لری او هم د باڼسو خوشبوی ورکوی چه د ٌ لاهو ٌ د قوم خصوصيت لرونکی څښاک دی٠

ٌ کو جا ٌ د ٌْ لاهو ٌ د قوم يو ستر اختر دی او د چين د زراعتی جنټرۍ له مخی د لومړی مياشتې په بختورو ورځو کښی نمانځل کيږی چه د نمانځلو په فعاليتونو کښی د تازه اوبو اخيستل يو ډير په زړه پوری پروګرام دی٠ کله چه د اختر د لومړی ورځې په ګهيځ د چرګ لومړی بانګ پورته شی، ځوانان او نجونې يو د بل مخکښی چينی ته منډې وهی تر څو چه تازه اوبه واخلی٠ د دوی په نظر تازه اوبه د سپيڅليتوب او نيکمرغۍ نښه ده او که څوک تر ټولو نه لومړی تازه اوبه ترلاسه کړی، په نوی کال کښی به له نيکمرغۍ سره مخامخ شی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040