څوک چې په څاه کې وليږی، ډبره به پری هم وغورځوی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

ليو جون يوان د چين د تان په مسلسله کې يو مشهور اديب او مترقی سياستمدار و. هغه د نورو لوړ پوړی چارواکيو سره يو ځای په سياسی اصلاح لاس پوری کړ او فاسدو چارواکيو ته د سختې سزا ورکولو او د خلکو له غاړو څخه د بارونو د کمولو لپاره يی يو لړ نوی قانونی حکمونه صادر کړل. مګر د دوی اصلاح د خواجه ګانو له سخت مخالفت سره واخيست. ليو جون يوان هم ګوښه ځای ته تبعليا شو او ټيټه رتبه يی په غاړه درلوده. خو د ده يو ملګری چې ليو يو سين نوميده، بل غريب غرنی ځای ته تبعليا شو او سپين سره مور يی هم ور سره يو ځای اوسيده، نو ژوند يی د نورو نه ډير خوار او بی چاره و. ليو جون يوان د ده له بی چاره ګی سره ډېره همدردی وکړه او په زړه يی وغوښتل چې خپل حکومتی مقام ليو يو سين ته ورکړی او پخپله غريب ځای ته لاړ شی. د ليو جون يوان د مرګ نه وروسته يو بل مشهور اديب چی هان يو نوميده، د ده د مقبرې په کتيبه باندی د ليو جون يوان داسی ستاينه وکړه چې أه، د مشکلاتو په وخت کې د يوه تن اخلاق او عدالت ليدل کيږی. اوس داسی کسان په هر ځای کې ليدل کيږی چې په عادی وخت کې په جعلی توګه د نورو سره ښه رويه لری او حتی د لاس ورکولو او روغبړ په وخت کې ژمنه کوی چې په هېڅ وجه به ور څخه خيانت نشر و نه کړی. مګر که څوک ده ته ډير کم تاوان ورسوی، نو خپله ژمنه ماتوی او ور څخه ډېر نفرت کوی. که څوک په څاه کې ولويږی، نه يوازی دا چې ور ته لا و نه غزوی، بلکی ډبره به هم وغورځوی، داسی بد کار حتی ځناور هم نه کوی، که دوی د ليو جون يوان دومره عالی اخلاق وپيژنی، ډېر به وشرميزی. ور پسی د هان يو دغه خبره چې وايی څوک چی په څاه کې ولويږی، ډبره به هم پری وغورځوی، د متل په توګه استعماليږی او هغه کسان تشبيه کوی. څوک چې له مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ شی، ور ته به هم زيان ورسوی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040