شونډی نه وی،ښاغونه ښاړه کيږی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

معنی يی د هغو پښتو متلونو سره يو شان ده چې وايی لاس مات شی، غاړي ته لويږی يا نوک او وری نه سره جلا کيږی. وايی چې دوه زره کاله دمخه په چين کې د جين نومې يو وړوکی هېواد ته نژدی د ګوو او يوو نومی دوه کوچني ملکونه هم وو،د جين ملک پاچا د دغو دوو هېوادونو د نيولو نيت درلود او د پلان له مخې به لومړی په ګوو باندی بريد وکړی، خو ګوو ته رسيدو نه مخکی د جين عسکر بايد له يوو څخه تير شی. که د يوو ملک عسکر د جين د عسکرو د وړاندی تګ مخه ونيسس او حتی د ګوو سره په ګډه د جين له بريد سره مقابله وکړی، نو د جين نيت سره ته نشی رسيدای چې سره له دې د جين ملک ډېر غښتلی او قوی و. د چين يو وزير چې سون سی نوميده، پاچا ته يی وويل چې مونږ غښتلی اسونه او قيمتی ډبرې يوو ته د تحفې په توګه ورکړو، څو چې زمونږ عسکر له يوو څخه تير شی. زما په نظر د يوو پاچا به زمونږ غوښتنه ومنی. پاچا وويل چې غښتلی اسونه او قيمتی ډبرې زمونږ د هېواد لپاره دوه قيمتی شيان دي، نشو کيدای چې نورو ته ورکړو. وزير سون سی په مسکا وويل چې قيمتی شيان په موقت ډول د يوو پاچا ته ورکوو، که وروستی مقصد مو سر ته ورسيږی، دغه قيمتی شيان به مو کله په خپل کور کې ايښی وی. پاچا د وزير په حيله پوه شو او وزير سون سی يی د ځانګړي استازي په توګه د غښتلي اسونو او قيمتی ډبرو په وړلو سره د يوو ملک ته وروليږه. د يوو ملک وزير ګو جه چی د سون سی حيله وپيژندله او پاچا ته يی وويل چې د جين غوښتنه هېڅکله و نه منی، هغه وويل چې ګوو او يوو دواړه سره داسی نژدي ګاونډي هېوادونه دي چې لکه شونډی او غاښونه سره نه جلا کيږی. که شونډی نه وی، نو غاښونه به ښاړه شی. مګر د يوو پاچا يو لنډ نظر سړی و او نه يوازی دا چې د جين غوښتنه يی ومنله، بلکې د جين سره يی يو ځای په ګوو باندی بريد وکړ چې په پای کې د جين عسکرو د ګوو د اشغال نه وروسته د يوو په ملک باندی وکړ او په پای کې د يوو پاچا د مجبوريت له مخې د خپلو کورنی غړو سره يو ځای د جاو ملک ته تښتېدل.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040