د عذر د راجلبولو لپاره اغزی لرونکی لرګی په شا کوی.

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:02:17

دوه زره کاله دمخه د جاو ملک پاچا ون وانګ دوه غښتلی او مستعد همکاران درلودل چې يو يی لوی جنرال ليان پو او بل يی صدر اعظم لين شيان ژو و. د جاو ملک د دوی د مرستې له برکته د نورو کوچنيو هېوادونو نه غښتلی شو. ليان شيان ژو په اصل کې د جاو د درباری ساتونکو د مشر مياو سيان شخصی مشاور و. يوه ورځ د چينګ ملک د خپل زور په اتکا وغوښتل چې د جاو ډير قيمتی جواهر لاس ته راوړی. د جاو پاچا او وزيران د چينګ د فشار په مقابل کې هېڅ چاره نه درلوده. د ون وانګ په سپارښت لين سيان ژو د جاو د استازي په توګه د چينګ ملک ته لاړ او دغه ديپلوماتيکه دنده يی په ښه شان سره سر ته ورسوله. ور پسی د چينګ پاچا په يوه مېلمستيا کې د حاضرينو په مخکی د جاو پاچا سپک کړ، خو برعکس د چينګ پاچا د لين سيان ژو اهانت او ملنډی وزغمولی. لين سيا ژو د سترو خدماتو له امله د جاو د صدر اعظم په توګه مقرر شو او رتبه يی د لوی جنرال ليان پو نه هم پورته شوه. جنرال ليان پو متقاعد نه شو او نورو ته يی وويل چې ما د جګړې په ډګر کې ستر کارنامی قايمی کړی، خو لين سيان ژو تش په خوله د يوې ټيټې رتبې مامور ژخه زما دپاسه د صدارت عظمی درجې ته ورسيد. که زما سره مخامخ شی، حتمأ به وشرميږی. لين سيان ژو د ليان بو خبرې واوريدې او د ده له ليدو څخه به په ډډه تيريده. نورو ګمان کاوه چې لين سيان ژو له جنرال څخه ډاريږی چې په نتيجه کې د جنرال تکبر نور هم پورته شو. خو لين سيان ژو داسی ويلی چې زه د چينګ د ظالمانه پاچا د غرور نه هم نه ويريږم، د جنرال څخه به ډاريږم؟ زما په نظر اوس چينګ زمونږ نه بيريږی، علت يی دا دی چې د جنرال سره زما يووالی ټينګ او کلک دی. که زه د جنرال سره اختلاف وکړم، دا به د چينګ د خوښې وړ کار وی. زه چې د جنرال له ليدو څخه ډډه کوم، مقصد می دا دی چې د خپل هېواد لويې داعيی ته اهميت ورکوم او شخصی روابط او اختلافات پريږدم. جنرال ليان پو دا خبرې واورېدې، ډير متاثر شو او وشرميده. نو د عذر راجلبولو لپاره يی اغزی لرونکی لرګی يی په لوڅې شا کړل.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040