د چين اقتصادي پرمختګ يو سالم سرعت ته ورو شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2008-06-24 10:48:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نړيوال بانک د جون په نولسمه نېټه په خپل يو راپور کی وويل د نړيوال اقتصادي پرمختګ په ورو کېدو سره د چين اقتصادي پرمختګ هم ورو شوی دی. اټکل کېږی چې د چين سږني اقتصادي پرمختګ به د تېر کال په پرتله په سلو کې نهه اعشاريه اته زيات شي. دا به د چين د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور وي.

د نړيوال بانک په راپور کې ويل شوي د چين د وارداتو ارزښت په لوړتيا سره د چين د سوداګرۍ مثبت بېلانس کم شوی ، خو د چين اقتصاد د پرمخبيولو لپاره له نورو هېوادونو سره د سوداګری فعاله اغېزه لا هم موجوده ده. په همدی وخت کې د چين په داخل کې د خوراکي موادو او نفتو بيو لوړتيا د وګړيو پر لګښت محدوده اغېزه کړی، نو په چين کې به د پيسو پاړسوب ګام په ګام ليری شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040