د نړيوال اقتصاد د اتلسمې دورې فورم افريقايی غونډه پای ته ورسيده
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نړيوال اقتصاد د اتلسمې دورې فورم دری ورځنۍ افريقايی غونډه د جون په شپږمه نېټه په کېپ ټاون کې پای ته ورسېده. په غونډه کې ګډون کوونکيو وويل د چين او افريقا تر منځ اقتصادي همکاري په ښه حال کی ده. دوی د افريقايی اقتصاد راتلونکی په اړه د خوشبينی څرګندولو تر څنګ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د غلودانو بيو د لوړتيا له منفی اغېزو سره د مقابلې په اړه له افريقايی هېوادونو سره مرستې وکړي.
د افريقايی چارو په اړه د چين حکومت ځانګړي استازي ليو ګوی جين وويل چين په فعاله توګه د افريقا د بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه او خيريه چارو کې ګډون کوی او د دواړو خواوو ګډې ګټې يې ريښتنې کړې دي.