جو جی لون

cri     (GMT+08:00) 2008-06-25 14:33:17

جو جی لون د ١٩٧٩ کال د جنوری په ١٨ نېټه د چين په تايوان کی زېږېدلی دی٠ د ماشومتوب په موده کی يی له موسيقی سره ډېره مينه درلوده٠ هغه په څلور کلنۍ کی د پيانو غږولو زده کړه وکړه او په منځنی ښوونځی کی يی د سندرو په جوړولو پيل وکړ٠ جو جی لون په ١٩٩٧ کال کی د تايوان د دان جيانګ ښوونځی د موسيقی له څانګی څخه فارغ شو ٠ په ٢٠٠٠ کال کی يی بيا په خپل نامه لومړنی البوم خپور کړ٠

جو جی لون له خپلی مور او انا سره ژوند کوی ، د باسکيټ بال لوبه د هغه په زړه پوری سپورتی لوبه ده، کله چی د رخصتۍ وخت لری، له ملګريو سره د باسکيټ بال لوبه کوی٠ هغه د سندرو د ليکلو په ترڅ کی پر خپل ځانګړی سبک ټينګار کوی او په پر له پسی توګه يی د موسيقی جوړولو پر لاره پرمختګ کړی دی٠

جو جی لون له ٢٠٠٠ کال راهيسی ٧ البومونه خپاره کړی او ډېر شمېر کنسرټونه يی ورکړی دی٠


1 2 3 4 5 6
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040