سونګ ځو ينګ

cri     (GMT+08:00) 2008-06-25 14:43:56

سونګ ځو ينګ د چين له ځوانو سندرغاړو څخه يوه نامتو سندرغاړی ده٠ نوموړی د چين له قومی پوهنځی څخه له فراغت وروسته د چين د ډېر مشهور پروفيسر جين تيلين زده کوونکی شوه٠ په ١٩٩١ کال کی سونګ ځو ينګ د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د سمندری ځواکونو د هنری ډلې له خوا ومنل شوه٠ تر اوسه پوری سونګ ځو ينګ له زرو څخه زياتی ولسی سندری ثبت کړی دی٠

په دی وروستيو کلونو کی سونګ ځو ينګ څو ځله د چين له هنری پلاوی سره د استراليا ، امريکا او کاناډا په شمول بهرنيو هېوادونو ته هنری سفرونه کړی او د دغو هېوادونو له هنرمندانو سره يی د سندرو ويلو په هنر کی تبادله کړی ده٠ هغی په ٢٠٠٢کال کی د چين او استراليا تر منځ د سياسی اړيکو د ټينګيدو د ٣٠ کاليزی د يادونی لپاره د کلتوری استازی په توګه د استراليا د سيدنی د اوپرا ننداری په سالون او لږه موده وروسته د ويانا د کنسرت په طلايی سالون کی هم ځانګړی کنسرتونه ورکړل٠ د هغی ښکلی څېری او خوږو غږونو يو ځل بيا بهرنی اوريدونکی راجلب کړی دی٠


1 2 3 4 5
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040