ډيوه

cri     (GMT+08:00) 2008-06-26 10:19:22

ډيوه خوږه، مهربانه او د ورين تندي څښتنه نجلۍ ده.

زما چينايي يا اصلي نوم مې تانګ شی يو (Tang shi yu) دى. د چين د لياو نينګ ولايت په مرکز شن يانګ ښار كې د ۱۹۸٢ كال د اپريل په اته ويشتمه نېټه زېږېدلې ده، خو اوس په پلازمېنه بېجينګ ښار کې اوسېږم. لومړۍ زده كړې مې د نوموړي ښار په منځني ښوونځي کې کړې دي. د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې بېجينګ ته راغلم او د چين د ډله ايزو مطبوعاتو د پوهنتون په پښتو ټولګي کې شامله شوم او د پښتو ژبې په زده كړه مې پيل وكړ. د څلورو کلونو زده كړې په موده کې ما د افغانستان د تاريخ، د پښتو ژبې د ګرامر يا ژبښود، انګليسي ادبياتو، ډله ايز مطبوعاتو، خبر او دغه راز چيني ادبياتو په شمول څو نورو درسي مضمونونو زده کړه وکړه. د زده كړې له پاى ته رسولو وروسته مې د ٢٠٠٤ کال په اګيست مياشت کې د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې کار پيل کړ، او تر اوسه دوه نيم کاله كېږي چې دغه دنده ترسره كوم. اوس زه له چيني نه پښتو ته د خبرونو ژباړلو، جوړولو او خپرونې د دنده پر غاړه لرم. په لوبو كې له پينګ پانګ يا ټېبلټېنس او بډنېنټن، د كيسو له لوستلو، هر وخت له سندره اوريدلو او دغه راز له فېلم كتلو سره مينه لرم.

اوس زه د سی ار ای راډيو په پښتو څانګه کې ستاسو په خدمت کې يم. زه ډېره خوشحاله يم چې تاسو ته د چين او نړۍ په هکله معلومات درکړم، نو هېله منه يم چې زموږ پروګرامونه مو خوښ وي!


1 2
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040