احمد زلمى

cri     (GMT+08:00) 2008-06-26 10:19:22

شي مونګ يو تكړه، فعال او ځيرك ځوان دى. د ده پښتو نوم احمد زلمى دى، د ى د ۱۹۸۳ كال په اګست كې د چين په انهوى ولايت كې زېږېدلى دى. روان كال دى پنځه ويشت كلن شو. احمد زلمي له ۲۰۰۰ كال څخه تر ۲۰۰۴ كال پورې د چين د ډله اييزو مطبوعاتو په پوهنتو كې د پښتو ژبې زده كړه وكړه. ده د خپلو زده كړو له پاى ته رسولو وروسته بيا په ۲۰۰۴ كال كې د چين نړيوالې راډيو په پښتو څانګه كې په كار پيل وكړ او لا تر اوسه له دغې راډيو سره كار كوي.

احمد زلمي په ۲۰۰۵ كال كې د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې له ژب پوه عنايت الله رمز او د چين د ډله اييزو مطبوعاتو په پهنتون كې له پروفيسر څه هونګ څاى سره د پښتو خبرو اترو په اړه يو كتاب ليكلى چې اوس هم په دغه پوهنتون كې د يو درسي كتاب په توګه ترې استفاده كېږي.

احمد زلمي په ۲۰۰۴، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ كلونو كې كابل ته څلور ځله سفر كړى او هلته يې له چارواكيو او عامو خلكو سره ځينې مركې كړې دي. دى اوس په راډيو كې د وياند او ژباړونكي دنده پر غاړه لري او وايي له خپلې دندې سره مينه لري. احمد زلمى هره يكشنبه پر راډيو اورېدونكيو ته د (چيني ژبې لوست) او (د اورېدونكيو پوښتنو ته د ځوابونو) پروګرامونه وړاندې كوي، دى وايي هيله من دى چې لا زيات اورېدونكي په چيني ژبه پوه شي.

احمد زلمى وايي: د ځوانانو لپاره له په زړه پورې شي سره مينه لرم.


1 2
اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040