غوټۍ

cri     (GMT+08:00) 2008-06-26 10:22:26

غوټۍ يوه خندانه نجلۍ ده، تل يې موسكا پر خوله او ډېره ټوكي ده. د غوټۍ چينايي (اصلي) نوم چن جونګ ) Chen Zhong (دى. د ١٩٨٢ كال د جنوري په دوه ويشتمه نېټه د چين د شان دونګ ولايت په سمندرغاړي او ښکلی چينګ داو ښار كې زېږېدلې ده، خو اوس په پلازمېنه بېجينګ ښار کې اوسېږي.

لومړۍ زده كړې يې د نوموړي ښار په منځني ښوونځي کې کړې دي. د ٢٠٠٠ کال په سپتمبر کې بېجينګ ته لاړه او د چين د ډله ييزو مطبوعاتو د پوهنتون په پښتو څانګه کې شامله شوه او د پښتو ژبې په زده كړه يې پيل وكړ. غوټۍ وايي: په پوهنتون كې له شامېلېدو مخكې مې پښتو ژبه نه پېژندله، بيا د ژبو د غوره كولو په وخت كې مې د پښتو ژبه تر سترګو شوه، بيا مې يې په قاموس كې په اړه د معلوماتو لټه وكړه، په قاموس كې مې وليدل چې پښتو د افغانستان يوه ملي او رسمي ژبه ده، او يوه داسې ژبه ده چې ډېر لرغونى او دروند تاريخ لري، نو ما هم وغوښتل چې دغه ژبه زده كړم. غوټۍ په پوهنتون كې د څلورو کلونو زده كړې په موده کې د افغانستان د تاريخ، پښتو ژبې ګرامر يا ژبښود، انګليسي ادبياتو، ډله ييز مطبوعاتو، خبر او دغه راز چيني ادبياتو په شمول د څو نورو درسي مضمونونو زده کړه وکړه. غوټۍ اوس په روانه پښتو خبرې كوي. په ياد شوي پوهنتون كې د زده كړو له پاى ته رسولو وروسته يې د ٢٠٠٤ کال په اګست کې د چين د نړيوالې راډيو په پښتو څانګه کې کار پيل کړ، او تر اوسه دوه نيم کاله كېږي چې دغه دنده ترسره كوي. اوس له چيني نه پښتو ته د خبرونو ژباړلو، جوړولو او خپرونې او د پښتو هېنداره په نامه د درې مياشتنۍ جريدې د چمتو كولو چارې او دنده پر غاړه لري.

غوټۍ وايي " له ټولو سپورتي لوبو سره ډېره مينه لري، په تېره بيا له فوټبال او بډمېنټن، د كيسو له لوستلو او موسيقۍ سره مينه لرم. بر سيره پردې له سپې، پيشو او بېلا بېلو كورنيو ژويو سره هم مينه لرم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040