د چين له اوږد مارش سره په تړاو دری جوماتونه

cri     (GMT+08:00) 2008-07-14 13:59:46

د شان جيا جی شان اي تانګ جومات

د شان جيا جی شان اي تانګ جومات د هوی قوم د نينګ شيا خپلواکې سيمې د ګوو يوان ښار په شينګ لونګ علاقه دارۍ کې دی چې دری سوه تنه پکې ځايېدای شی.

د ١٩٣٥ کال د اکتوبر په ٥ نېټه د رئيس ما ځه دونګ په مشرۍ د چين سور پوځ له شان جيا جی څخه تېر شو چې د سيمه ايزو خلکو له خوا يې هر کلی وشو.اوس د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې له پلی کولو وروسته د دغې سيمې خلک شتمن شوی دی.د رئيس ما ځه دونګ د زيږيدنې د سلمې کاليزې په وخت کې د شان جيا جی وګړيو يو يادګاری څلی جوړ کړ.د شان جيا جی شان اي تانګ په جومات کې د رئيس ما ځه دونګ پخوانی کور هم موجود دی.

د تونګ شين جومات

د تونګ شين جومات د هوی قوم د نينګ شيا خپلواکې سيمې په تونګ شين ولسوالۍ کې دی .ويل کيږي چې دغه جومات د مينګ امپراتورۍپه دوره کې جوړ شوی او دوه ځله بيا د چينګ امپراتورۍ په دوره کې رغول شوی دی .د ١٩٣٦ کال په اګيست کې د چين سره پوځ په دغه جومات کې د هوی قوم د بېلا بېلو ټولنو د استازيو يوه غونډه تر سره کړه چې په پايله کې يې د شان ګان نيګ يوو های ولسوالۍ د هوی قوم خپلواک حکومت جوړ شو .

د ايان ان جومات

د هغو مسلمانانو د عادی مذهبی فعاليتونو د تر سره کولو لپاره چې د چين د ايان ان

په سيمه کې ژوند کوي، د ايان ان د وطن ژغورلو لپاره د هوی قوم د خلکو ټولنې په وړانديز سره د شان ګان نينګ حکومت د ١٩٤٠ کال د اکتوبر په ٧ نېټه د ايان ان جومات جوړ کړ.رئيس ماو ځه دونګ د همدی کال په سپتمبر کې په وړيا توګه د دغه جومات لپاره يوه لرګينه لوحه ور کړه.

د ١٩٤٧ کال په مارچ کې د ګوو مينګ تانګ ګوند پوځ ايا ان ښار ته له ننوتلو وروسته دغه جومات ويجاړ کړ .د ١٩٧٠ کال د جنوری په مياشت کې د ايا ان انقلابی يادګاری موزيم د نوموړی جومات په پخوانی ځای کې د رئيس ماو له خوا ليکل شوی لرګينه لوحه استخراج کړ. اوس دغه لوحه د هېواد د لومړی کچۍ اثار په توګه په دغه موزيم کې ساتل کيږي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040