د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې لومړۍ کوڼ او ګونګ غړی ګاو شياو دی

cri     (GMT+08:00) 2008-07-18 17:19:56

ګاو شياو دی د ښځينه انځورګری په توګه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې لومړۍ کڼه او ګونګه غړې ده. هغې وويل د هېواد د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د غړی په توګه ډېره مغروره دی . هغه به په پوره توګه خپله دنده پلی کړي چې د چين د کمونست ګوند په ملی کانګرس او د مرکزی کميټې په عمومی غونډه کې د معيوبينو غوښتنه وړاندی کړي.

ګاو شياو دی د ١٩٥٥ کال د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې زېږېدلی او د ماشومتوب په موده کې يې د درملو خوړلو له امله معيوبه شوه. ددی پلار يو کليوال دی او ددی مور يو خبريالی وه، ګاو شياو دی د ماشومتوب په موده کې د خپل پلار او مور د هڅولو له لاری ټينګ باور تر لاسه کړی . هغې وويل د خپل پلار د مرستې له امله د چنګ دو ښار د مشهوری انځورګری جو پی جيون څخه مې د انځورګرۍ وکړه. په ١٩٨٧ کال کې ګاو شياو دی له خپل ښوونکی جو پی جيون سره مرسته وکړه چې د سلو داودی ګلانو په نامه يو عکس يې بشپړ کړی. تر هغه وروسته د انځورګر جو پی جيون د مرستو له امله ګاو شياو دی د چنګ دو ښار د انځورګرۍ په ښوونځی کې زده کړه وکړه. ګاو شياو دی وويل هغه مهال په دغه ښوونځی کې زيات شمېر مشهوری او ځوانې انځورګری موجودې وې ، نو هغه بايد د يو عادی انسان په توګه کوشش کړی وای.

په ١٩٩٢ کال کې د چين او جاپان ترمنځ د بوديزم کلتور د تبادلوی مرکز مشر کونيوکا شيګيو د يو نندارتون د ليدنې لپاره چنګ دو ښار ته ورسېد، کله چې هغه د

ګاو شياو دی انځور وليد ، ددی له عکس سره يې مينه پيدا کړه . نو هغه پريکړه وکړه چې په جاپان کې د سه چوان ولايت د ١٢ تنه ښځينه انځورګرانو يو نندارتون جوړ کړی. د نندارتون په وخت کې د ګاو شياو دی انځورونو د جاپان د بېلا بېلو ټولنو ستاينه تر لاسه کړه چې د دی انځورونه د پوست کارټونو او اعلانونو په توګه جوړ شوی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040