د چين مشهور انځوګر څاو وو

cri     (GMT+08:00) 2008-07-23 16:15:39

 

څاو وو په ١٩٥١ کال کې د ګان سو ولايت په يوه روښانه کورنۍ کې زېږېدلی دی. هغه پخوا د بزګر، د سکرو په کان کې د کارګر او د هنري لوبغاړی په توګه کار کړی، د پوهنتون د سياسی ښوونی په څانګه کې يې زده کړې وکړې او د ګان سو ولايت د حکومتی دفتر د امنيت ساتنې او د بهرنيو اړيکيوپه چارو کې يې کارونه تر سره کړي دي . څاو وو په ١٩٨٤ کال کې د ګان سو ولايت د چينی دوديزو انځورونو ټولنې د جوړولو لپاره د تيارۍ کارونه تر سره کړل . هغه په ١٩٨٩ کال کې د چين د أرت پوهنځی د چينی دوديزو انځورونو په څانګه کې او په ١٩٩٠ کال کې يې په دغه پوهنځی کې د انځورګرانو په سمينار کې زده کړې وکړې. څاو وو په ١٩٩٣ کال کې د چين د کلتور وزارت د هنري اداری له خوا د چين د لومړی دوری هنري نندارتون د هنری مشر په توګه وګمارل شو او د هنري کميټې د سرمنشی په توګه وټاکل شو. هغه اوس په دولتی کچه لوړپوړی انځورګر دی او د ماسټری علمی درجه لري.

څاو وو له ١٩٨٣ کال څخه خپل انځورونه او عکسونه ننداری ته وړاندې کړل او د هېواد او د بهرنيو هېوادونو د انځورونو په نندارتونونو کې ګډون وکړ. هغه په ١٩٩٢ کال کې د چين د أرت په ملی موزيم کې خپل ځانګړی نندارتون جوړ کړی چې زيات شمېر انځورونه يې د هېواد او د بهرنيو هېوادونو د هنرمندانو او هنري ډلو له خوا راټول شوي و.

څاو وو وويل هغه د بېلا بېلو لرغونو او عصری ډلو د سبکونو څېړنه کړی او له خپلو احساساتو سره سم يې انځورونه کښلی دي. هغه د ګان سو ولايت د مسلکي انځورګر په توګه له ټاکلو وروسته په څو کلونو کې په لويديځې لوړی کې ډېرو کلتوري ځايونو ته ورغلی او د انځورونو کښلو له لاری يې خپل احساسات څرګند کړي دي..

څاو وو د ګلانو ،مرغانو ، غرونو او سيندونو په اړه د انځورونو په کښلو کې لوی لاس لري چې سبکونه يې ډېر غنی دی. هغه په وروستيو کلونو کې په وار سره د چين د أرت مرکز پوهنځی او د چين د هنري انسټيټوټ په ګډون په يو لړ پوهنځيو او سازمانونو کې زده کړی وکړی چې له امله يې نه يوازی د انځورونو کښلو تخنيکونه ، بلکی هنري مفکوری تر لاسه کړی دي. موږ باور لرو چې څاو وو به د أرت په برخه کې لا ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040