د اولمپيک نړيوالې کمېټې د چارواکيو په وينا د هوا د کيفيت له امله د بېجينګ اولمپيک لوبو د سياليو وخت د تنظيمولو شونتيا دومره لويه نه ده.

cri     (GMT+08:00) 2008-07-29 17:24:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اولمپيک د نړيوالې کمېټې اجرائيوي مشر ګيلبيرت فېلي د جولای په نهه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د بېجينګ هوا کيفيت ښه دی. نو د ده په أند، د هوا د کيفيت له امله د بېجينګ اولمپيک لوبو د سياليو وخت تنظيمولو شونتيا ډېره لږه ده.

د ځينو بهرنيو خبري رسنيو د خبر له مخې، په بېجينګ کې د اغېزمنو ترانسپورتي تدبيرونو له پلی کېدو وروسته د هوا ککړتيا لا هم سخته ده. ښاغلي فېلي په دې اړه وويل د هوا کيفيت بايد د علمي شمېرنې له مخې وارزول شي.

نوموړي زياته کړه چې د اوسني حالت له مخې، د سياليو وخت د تنظيمولو اړتيا نه شته او دغه خبره يې تکرار کړه چې د اولمپيک نړيواله کمېټه به د بېجينګ د هوا کيفيت ته زياته پاملرنه وکړي او د څارنيزې نتيجې له مخې به مناسبه پرېکړه وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040