د چين د سينوپک شرکت د انټرنېټ شبکې له لارې ډېرې ګټې واخيستې

cri     (GMT+08:00) 2008-07-30 14:52:39

تېر کال د انټرنېت شبکې له لارې د چين د سينوپک شرکت يعنی د کيميا او نفتو شرکت د سوداګرۍ ارزښت يو سل د پنځه څلويښت مليارد او پنځه سوه مليون يوانو ته رسېدلی چې د دوه زره او شپږم کال په پرتله دری سوه او پنځه ويشت يوانه زيات شوی يعنی په سلو کې نهه ويشت زيات شوی دی. د دغه شرکت شيانو اخيستنه د انټرنېټ شبکې له لارې تر سره کېږي.

د دوه زره او اووم کال تر پايه پوری دغه شرکت د انټرنېټ شبکې له لارې د څلور سوه او دری دېرش مليار او شپږ مليون يوانو په ارزښت توکی اخيستی دي چې يو سل او نهه پنځوس يوانه سپمول شوی دی. د انټرنېټ له لارې د دغه شرګت د توکيو اخيستنې ارزښت په دوه زره او شپږم او اووم کلونو کې په جلا جلا توګه يو سل او ديارلس مليارد يوانو او يو سل او پنځه څلويښت مليارد او پنځه سوه مليون يوانو ته ورسېد. په دوه زره او اووم کال کې د دغه شرکت له خوا د انټرنېټ شبکې د کارونې انډول په سلو کې دوه نوی ته ورسېد چې د کيمياوی او فولادی توکيو، سکرو، او ماشينونو په شمول ډېر مهم شيان د انټرنېټ له لارې واخيستل شول.

دغه راز دغه شرکت په ټاکلی موده کې د انټرنېت شبکې له لارې د توکيو اخيستنې په اړه غونډې جوړوي او د دغې اخيستنې څارنه پياوړې کوي.

دغه شرکت د انټرنېټ له لارې داوطلبابی غونډه جوړه کړې ده چې په پايله کې يې د اوه ويشتو تصديو په پروژو کې د مناقصه اچولو بهير پر انټرنېټ تر سره شوې. د دغه عمل له امله د دغه شرکت د توکيو اخيستنې لپاره په سلو کې شل اعشاريه دری

پيسې سپمول شوی دی.

بر سيره پردی دغه شرکت له نورو هېوادونو څخه د اړتياوړ توکيو د واردولو بهير هم پر انټرنېټ تر سره کوي. د فولادی او کيمياوی توکيو او اړينو سامانونو په ګډون يو سل او څلور څلويښت ډوله توکي د انټرنېت شبکې له لارې واردېږي. تر اوسه پوری دوه شپېته بهرنيو توکيو برابرونکيو پر انټرنېټ له دغه شرکت سره معاملی ټينګې کړې دي.

د دغه شرکت د نړيوال کېدو بهير په چټګتيا سره او پر انټرنېټ د توکيو اخيستنې سيستم په بشپړتيا سره اوس د دغه شرکت سوداګريزه شبکه خپل مهم رول لوبوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040