د چين مشهوره نڅاکوونکې چن ای ليان

cri     (GMT+08:00) 2008-07-30 20:27:39

چن ای ليان د چين يوه مشهوره نڅاکوونکې اوښوونکې چې په ١٩٣٩ کال کې يې په شانګهای کې زېږېدلی ده. هغه په ١٩٥٤ کال کې د نڅا زده کړې په اړه د چين په لومړۍ ښوونځی يعنې د بېجينګ د نڅا په ښوونځی کې زده کړې وکړې . چن ای ليان په ١٩٥٩ کال کې له دغه ښوونځی څخه له فراغت وروسته د ښکلی کب په نامه د چين د نڅا په يوه ډرامه کې چی پکې د بالټ نڅا او د چين دوديزه نڅا سره يو ځای شوی، عمده رول ولوباوه . تر هغه وروسته ډېره مشهوره شوه او په چين کې لومړۍ ځوانې نڅا کوونکی ګرځېدلی ده.

چن ای ليان له ١٩٥٩ کال څخه تر ١٩٦٣ کال پوری د بېجينګ د نڅا پوهنځی د ښوونکی په توګه کار وکړ او په هغه موده کې يې د چين د دوديزې نڅا د ښوونې په اړه د کتابونو د تصنيفولو کارونه تر سره کړل . دی په ١٩٦٣ کال کې د چين د سندرو او نڅاوو په نندارځی کې د عمده هنرمندی دنده په غاړه واخيسته.

چن ای ليان له ١٩٨٠ کال راهيسی په وار سره د شان دونګ او شان شي په

ګډون په بېلا بېلو ولايتونو او د شانګهای او ګوانګ دونګ د نڅا ښوونځيو په ګډون د چين په بېلا بېلو پوهنتونونو او پوهنځيو کې د نڅاکولو په اړه لکچرونه وکړل او نوموړی ننداری يې وړاندی کړی چې د خلکو له خوا تود هرکلی او لوړه ستاينه يې تر لاسه کړی دي.

د چين د کلتوري چارو وزارت په ١٩٨٩ کال کې لومړۍ ځل د يو هنرمند د نوم په نامه د يوې هنري ډلې جوړونه منظوره کړی ده ، دغه هنري ډله د چن ای ليان هنري ډله ده چې د چن ای ليان په مشری دغې هنري ډلې په ١٩٩١ کال کې د ان هوی ولايت د سيلاو ځپلو سيمو لپاره د بسپنې د راټولولو په موخه په امريکا او هانکانګ کې ننداری وکړی او په ١٩٩٢ کال کې دغې ډلې د چين د معيوبينو د ٢ دوری سپورتي لوبو لپاره د پانګو د راټولولو په موخه له مکاو څخه ليدنه وکړه .

په ١٩٩٥ کال کې د بېجينګ د کلتور اداری او د ښوونيزو چارو د کميټې په منظورۍ د چن ای ليان د نڅا ښوونځی جوړ شو چې چن ای ليان د دغې ښوونځی مشره وه.

چن ای ليان د٥٤ کلونو د هنري کارونو له لاری خپل ځانګړی هنري سبک رامنځته کړی او په چين کې يوه ډېره مشهوره هنري پوه ګرځېدلی ده. هغې څو ځله د چين د هنري ډلو د لوړپوړی نڅا کوونکی په توګه له امريکا، فرانسی، هسپانيا، المان او ماليزيا څخه ليدنه کړې ده چې د نندارچيانو او خبري رسنيو لوړه ستاينه يې تر لاسه کړی ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040