په چين کې د پاکستان سفير وايي: د بېجينګ اولمپيک لوبې به د بېلا بېلو کلتورونو او مذهبونو ترمنځ د تبادلې يو ډګر وګرځي.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-04 20:07:55

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. که څه هم پاکستان او چين بېلا بېل سياسي نظامونه، تاريخ او کلتور لري، خو په تېرو پنځوسو کلونو کې د چين او پاکستان ترمنځ دوستۍ په ثابته او چټکه توګه پرمختګ کړی دی. د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره په چين کې د پاکستان سفير ښاغلي سلمان بهير زموږ د راډيو له خبريالانو سره يوه مرکه وکړه او د خپل هېواد د حکومت او وګړيو په استازيتوب يې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه خپله صميمانه او نيکه هيله څرګنده کړه. د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه په چين کې د بېلا بېلو سفيرانو وينا پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکيو ته اړوند معلومات وړاندې کړو.

په ٢٠٠١ کال کې د بېجينګ له خوا د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو راهيسي اړوندې تياريانې پيل شوې. له اوو کلونو وروسته په بېجينګ کې ستر بدلونونه راغلي دي. ښاغلي بهير په بېجينګ کې څو کاله اوسېدلی او په خپله يې د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو لپاره د چين کوښښونه احساس کړی دي. دی وايي:

( لومړی اواز)

زه د چين له خوا د اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق له تر لاسه کولو وروسته په تېرو اوو کلونو کې په ژوره توګه د اولمپيک لوبو په اړه د چينايانو تودو احساساتو تر اغېزې لاندی يم. زه له دې امله ډېر خوشحاله يم چې د چين حکومت او وګړي د اولمپيک لوبو لپاره زياتې او بشپړې تياريانې نيولې دي. زه باور لرم چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به د اولمپيک لوبو په تاريخ کې تر ټولو وتلی وی.

د ښاغلي بهير په أند، د بېجينګ اولمپيک لوبو له هغه شعار څخه چې يوه نړۍ او يو خوب دی، د سولې او دوستۍ په اړه د اولمپيک لوبو موخه څرګنده شوې ده. ده هيله څرګنده کړه چې ټول انسانان به د بېجينګ اولمپيک لوبو د تر سره کېدو له لارې خپل منځی تفاهم او پوهاوی زيات کړي. ده په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

د بېجينګ اولمپيک لوبې به نه يوازې يوه ستره نړيواله سپورتي غونډه، بلکې د ټولو انسانانو له خوا د يو ګډ خوب تر سره کېدو لپاره به د خپلو کوښښونو يو ښه پيل وی. د بېجينګ اولمپيک لوبې به ټولو نړيوالو ته يو داسي فرصت برابر کړي چې يو له بل سره تجربې شريکې او ګډې هيلې تر سره کړي.

د هرې دورې اولمپيک لوبو پرانيستونکي مراسم د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ وی چې د کوربه هېواد تاريخ او کلتور په کې ښودل کېږي. ښاغلي بهير چې د چين له کلتور سره ډېره مينه لري، د روان کال د اګست په اتمه نېټه د بېجيګ اولمپيک لوبو پرانيستونکو مراسمو ته سترګې په لار دی. دی وايي:

( درېيم اواز)

زه نه پوهېږم چې په پرانيستونکو مراسمو کې به څه ډول چيني کلتور وښودل شي، خو چين څه دپاسه پنځه زره کلن تاريخ لري، نو د چين کلتور په نړۍ کې ځانګړی کلتور ګڼل کېږي. په چين کې زه او زما کورنۍ په پوره توګه د چين د په زړه پوري کلتور له خوا ورجلب شوې يو. زه باور لرم چې د چين کلتور به د اولمپيک لوبو د تر سره کېدو له لارې په ټوله نړۍ کې خپور شي.

ښاغلي بهير د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د پاکستاني ګډون کوونکيو لوبغاړيو په اړه هيله څرګنده کړه چې دوی د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې تر وسې پورې ښې نتيجې تر لاسه کړي. ده وويل

( څلورم اواز)

د پاکستان د کريکټ ډلې پخوا په اولمپيک لوبو کې ښه نتيجه تر لاسه کړې، نو زه هيله لرم چې دوی به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې برياليتوب تر لاسه کړي. خو زما په فکر په سياليو کې ګډون تر ټولو زيات اهميت لري. چين د پاکستان تر ټولو مهم ملګری دی او د پاکستان او چين ترمنځ دوستي ډېره ټينګه ده.

ګرانو او محترمو اوېدونکيو، د اولمپيک لوبو په اړه په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو وينا پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدونې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040