د چين د دونګ قوم مشهوره سندرغاړی يو يان ځه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-06 09:54:52

يو يان ځه د چين په ګوی جو ولايت کې زېږېدلی ده او د چين د ملی پوهنتون د سندرو ويلو له څانګې څخه فارغ شوې. د ماشومتوب په موده کې په سندرو ويلو او نڅا کولو کې ډېره تکړه وه او د دونګ او مياو قومونو د سندرو او نڅا له څېړنې سره يې مينه درلوده. يو يان ځه په ١٩٩٨ کال کې د نيويارک د جوليارد موسيقی په انسټيټوټ کې زده کړه وکړه. له ٢٠٠٠ کال څخه يې د سندرو او موسيقی جوړولو په کارونو پيل وکړ.

په ٢٠٠٤ کال کې په شمالی امريکا کې د چين د مرکزی تلويزيونی ستيشن د ځوانانو د سندرو ويلو سيالی په نيويارک کې تر سره شوه، يو يان ځه هغه مهال په امريکا کې د چيني ژبې په يو تليويزيونی ستيشن کې کار کاوه او په نوموړی سيالی کې يی دوهم مقام تر لاسه کړی .ورپسی يو يان ځه بېرته بېجينګ ته راغله او په پايله سيالی کې يې ګډون وکړ او جايزه يې تر لاسه کړه. يو يان ځه تر هغه وروسته خپل ځانګړی سي دي خپور کړ چې په کې ١٥ خوندوری چيني او بريتانوی سندری شاملې دی او ١٢ سندری د دی له خوا ليکل شوی دی. يو يان ځه وويل دغې سندرې د دی د کوښښونو له امله رامنځته شوی چې ور څخه ددی ټينګ باور څرګندېږي.

يو يان ځه د اتل په نامه د فلم لپاره چې د اوسکار د بهرنۍ ژبې غوره جايزه يې تر لاسه کړی سندره ويلی چې نوم يې دی رپيدنه دغه راز هعې د ګردې کرې د چينايانو په استازيتوب د م م د ٦٠ کاليزی د زېږېدنی ورځ لپاره يې هم يوه سندره ويلی چې نوم يې دی ښکلی وطن ، دغه سندره د م م د سندرو جوړولو ځانګړی جايزه تر لاسه کړه . يو يان ځه په وروستيو ورځو کې په دی لټه کې ده چې په نيويارک کې د چينی اوسېدونکو په سيمه کې يو ځانګړی کنسرټ جوړ کړی او د نيويارک ايالت پخوانی مشر به په دغه کنسرټ کې ګډون وکړي.

د چين د هنر او کلتور د پرمختګ ټولنې سرمنشی فانګ جيان ون چې د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو د نندارو کارونه دنده پړ غاړه لري ،

په وروستيو ورځو کې له يو يان ځه سره وکتل، د هېواد د کلتور ، منځنی لويديځ او د چين هنر د انترنيت پاڼو په ګډون د خبري رسنيو خبريالانو هم له يو يان ځه سره مرکی وکړی او بلنه يې ورکړه چې د اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو د سپورټي نندارو په اړه په اړوندو کارونو کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040