د ليچتنستېن د سپورتي پلاوی له مشر سره يوه مرکه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-07 09:45:33

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هرکلی کوم! د ٢٩ دوری اولمپيک سپورتي لوبې د اګست په اتمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوې، ليچتنستېن په نړۍ کې د يو ډېر کوچني هېواد په توګه د اولمپيک دغو لوبو ته ٢ لوبغاړی استولی دی. زما د اولمپيک لوبو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ليچتنستېن د سپورتي پلاوی له مشر اليکس هيرمن سره يوه مرکه وړاندی کړو.

ليچتنستېن په منځنۍ اروپا کې پروت دی او پراخوالی يې ١٦٠ مربع کيلومتره دي، په دغه کوچنۍ هېواد کې يوازی څلور دېرش زره او شپږ سوه تنه وګړي شته او د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ددغه هېواد يوازی ٢ تنه لوبغاړيو ګډون کړی دی. د دغه هېواد د سپورتي پلاوی مشر اليکس هيرمن په وروستيو ورځو کې خبريالانو ته وويل که څه هم ليچتنستېن يو کوچنۍ هېواد دی، خو لرغونې سپورتي تاريخ لري ، که څه هم دغه ځل يوازی ٢ تنو لوبغاړيو په اولمپيک لوبو کې ګډون کړی، خو دوی به په دغو اولمپيک لوبو کې خپله لوړه سويه څرګنده کړي.

( أواز ١ )

موږ ښه سپورتي دود لرو ، په تېره بيا په ژمنی اولمپيک لوبو کې . موږ په ١٩٣٦ کال کې په ١١ دوری دوبنيو اولمپيک لوبو کې ګډون کړی و او له دی وروسته ليچتنستېن د مسکو له اولمپيک لوبو څخه په ټولو اولمپيک لوبو کې ګډون کړی دي.

په ١٩٣٦ کال کې د ليچتنستېن ٦ تنو لوبغاړيو د المان په برلين کې په دوبنيو

اولمپيک لوبو کې ګډون کړی و او له هغه وخت راهيسی په اولمپيک لوبو کې ددغه هېواد د ګډون تاريخ پيل شو. د ٢٩ دوری بېجينګ اولمپيک لوبې پنځلسمې اولمپيک لوبې دی چې ليچتنستېن پکې ګډون کوي.

اليکس هيرمن وويل په بېجينګ اولمپيک لوبو کې د ليچتنستېن پلاوی ١٢ تنه غړي شته او په کې به ٢ تنه لوبغاړي په جلا جلا توګه د بادی ټوپک له لاری د نښې ويشتلو او د ماراتون په ځغاسته کې ګډون وکړي. که څه هم د ليچتنستېن د سپورتي پلاوی پيمانه کوچنۍ ده او د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د برياليتونو د تر لاسه کولو فرصت يې لږ دی، خو د دغه هېواد وګړي د بېجينګ اولمپيک لوبو ته په درنه سترګه ګوري او د ليچتنستېن ولسمشر په خپله د خپلو لوبغاړيو لپاره ستر مراسم جوړ کړی دی.

د ليچتنستېن نيمې برخه خاوره غرنی سيمه جوړوي، د دغه هېواد لپاره په ژمی کې د سپورتي لوبو سويه لوړه ده چې يو لوبغاړی په ١٩٨٠ کال کې په ژمنيو اولمپيک لوبو کې له لوړ غره څخه د سکی وهلو په لوبو کې طلايی مډال تر لاسه کړ. خو تر اوسه پوری ليچتنستېن په دوبنيو اولمپيک لوبو کې هېڅ مډال نه دی تر لاسه کړی.

ښاغلی اليکس هيرمن د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د خپلې پلاوی موخې د يادونی په وخت کې وويل ( أواز ٢ )

زموږ لپاره په دوبنيو اولمپيک لوبو کې د مډالونو د تر لاسه کولو فرصت د ژمی په پرتله لږ دی، موږ هيله لرو چې زموږ لوبغاړي په اوسنيو اولمپيک لوبو کې لوړه سويه وښيي.

ښاغلی اليکس هيرمن وويل د ليچتنستېن پلاوی د جولای په ٢٧ نېټه بېجينګ ته

ورسېد. اوس ددغه هېواد لوبغاړي په فعاله توګه د لوبو لپاره تياريانی نيسي او د پلاوی کارونه هم په عادی توګه روان دي.

ښاغلی اليکس هيرمن د اګست په ٨ نېټه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو مراسمو په اړه څرګنده کړه ( اواز ٣)

زه باور لرم چې چين به يو ستر او غوره پرانيستونکی مراسم وړاندی کړي، زه د دغې مودې رسېدو ته د اميد سترګی نيسم.

ګرانو اورېدونکو، زما د اولمپيک لوبو د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه ليلا يم ، روغ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040