د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو بېجينګ ته راورسېدل

cri     (GMT+08:00) 2008-08-08 14:25:21

د اګست په ٧ نېټه د څه د پاسه ٥٠ هېوادونو مشران او سياستوال په وار سره بېجينګ ته راورسېدل، له دی مخکې د بهرنيو هېوادونو څه نا څه ٢٠ تنه مشران بېجينګ ته راورسېدلي و. ځينو خبري رسنيو وويل د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د بهرنيو هېوادونو د ګډونکوونکو مشرانو شمېر په تاريخ کې لومړنی زيات دی.

د اګست په ٧ نېټه د بېجينګ د پلازمېنې نړيوال هوايي ډګر ډېر بوخت و. له غرمې وروسته په ٢ بجو ٤٥ دقيقو د استراليا صدراعظم کوين ميچيل رود د ځانګړی الوتکې له لاری بېجينګ ته ورسېد. له دی مخکې په همدی ورځ د بهرنيو هېوادونو څه د پاسه ٣٠ تنه سياستوال په وار سره بېجينګ ته رسېدلی دی. دوی به د اګست په ٨ نېټه ماښام د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وويل د امريکا ولسمشر جورج بوش د اګست په ٧ نېټه له کوريا جمهوريت او تايلند څخه له ليدنې وروسته په ځانګړی توګه بېجينګ ته ورسېد او د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي. ولسمشر جورج بوش د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره خپله نيکه هيله څرګنده کړه . ده وويل هغه به له خپلې کورنۍ سره يو ځای د اولمپيک لوبو پرانيستونکی مراسم او ځيني سيالۍ ووينئ. دده مېرمن، لور ، پلار ، کشر ورور او خور هم د اولمپيک لوبو لپاره بېجينګ ته ورسېدل. جورج بوش وويل هغه به د اګست په ١٠ نېټه ماښام د چين او امريکا ترمنځ د باسکټبال سيالی ووينئ. بېجينګ ته له رسېدو مخکې جورج بوش

څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه بايد متقابل باور پياوړی کړي چې له ګډو فرصتونو څخه په استفادی سره ګډی مسئلی حل کړي.

د اګست په ٨ نېټه د يو شمېر بهرنيو هېوادونو مشران په وار سره بېجينګ ته ورسېدل چې په کې د جاپان او د کوريا جمهوريت مشران شامل و. د جاپان صدراعظم ياسو فوکودا به د هغه هېواد لومړۍ صدراعظم دی چې له ٢٠ کلونو راهيسی د صدراعظم په توګه د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کوي او د کوريا جمهوريت ولسمشر لی ميونک باک هم د هغه هېواد لومړی ولسمشر دی چې په بهر کې د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت له شمېرنې سره سم تر اوسه پوری د بهرنيو هېوادونو څه د پاسه ٨٠ تنه سياستوال به په چين کې د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو او اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي. د خبري رسنيو د خبر له مخې، د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې به د بېلا بېلو هېوادونو د سياستوالو شمېر تر ټولو زيات وي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وويل چين لرغونې تاريخ او غوره کلتور لري او د ګړی يې ډېر مېلمه پال دي ، د اولمپيک لوبې به يوه ستره سپورتي غونډه وي.

د بېلا بېلو هېوادونو د سياستوالو بر سيره د اولمپيک د نړيوالې کميټې د ټول عمر افتخاری رئيس جوان انتونيو سامارنچ چې ٧ کاله مخکې اعلان کړی و چې بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو د کوربتوب حق لري ، هغه د بېجينګ اولمپيک لوبو په جوړېدو باندی په بريالۍ توګه پوره باور لري.

د اولمپيک د نړيوالې کميټې د رئيس جاګوس روګ په اند د بېجينګ اولمپيک لوبې به ستر تاريخی اهميت ولري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040