د بيجينګ اولمپيک لوبو د پرانستونکيو مراسمو په اړه د بهرنيو خبري رسنيو ارزونه

cri     (GMT+08:00) 2008-08-09 18:13:15

د روانې مياشتې په اتمه نېټه شپه د بيجينګ اولمپيک لوبو پرانستونکي مراسم چې عمده لارښوونکی يې د چين د فلم مشهور ډايرکتر جانګ يی مو و ، د مرغانو ځالې په نامه دولتي ډګر کې ترسره شويدي چې دغه عظيم او ښکلي مراسم د نوي زرو نندارچيانو او بهرنيو خبري رسنيو لخوا ډېر وستايل شول.

په پرانستونکيو مراسمو کې ښکلي نندارې د نندارچيانو په حيرانوونکيو غږونو کې په منظم ډول ترسره شوې چې د ځلانده تمدن او سمسور زمان په شمول دوو برخو وويشل شوې او په پای کی په دولتي ستيوډيوم کې عمده مشال بل شو.

پيغلې ناکاګاوا ميهوکو چې د دوه زره او شپاړلسم کال لپاره د جاپان د توکيو اولمپيک لوبو د کوربنۍ حق د غوښتونکي کميټې د يوې څانګې مشره ده ، د بيجينګ اولمپيک لوبو د پرانستونکيو مراسمو ډېره ستاينه وکړه او و يې ويل :

دا مراسم په رښتيا ډېر په زړه پورې دي او د چين غښتلي ځواک احساسولی شی. په مراسمو کې د چين ځانګړي لرغوني تاريخ او ژور کلتوري دودونه انځور شوي دي .ډېر دلچسپ دي ، په دی مهال کې چې د مراسمو په پاي کې د ټولې نړۍ لوبغاړي په ډګر کې راغونډ شول ، وګړي دا احساسوي چې د اولمپيک لوبې د خلکو ترمنځ د نظريو تبادلې لويه غونډه ده . د هسپانيا د يوې ورځپاڼې خبريال ګراشيان ساورا وويل : زما په اند د ښاغلي جانګ يي موو طرح ډېره ښکلې ده او ځينې برخې زما د حيرات وړ دي . پخوا مې ډېر مراسم ليدلي وو ، خو دغسي مراسم اوسنې کچې ته نه دي رسيدلي . د بيجينګ مراسم زما ډير خوښ دي مثلا په ننداره کې د چين د خطاطی هنر د چين د کلتور يوه څرګنده نښه ده .

د روسيې لوبغاړي اليکساندر ماکاروف چې د سدني په اولمپيک لوبو کې د ترمپال په سيالي کې د سرو زرو ميدال او د اتن په اولمپيک لوبو کې د سپينو زرو ميدال ګټونکی و ، وويل : ډير هيښوونکي يم چې مراسم له پيل نه تر پايه پورې له خوښۍ او وقار څخه ډک دي . د بيلګې په توګه د ډولونو ننداره او د چين د مشهور لوبغاړي لي نين لخوا د عمده مشال د بليدو بهير هم ډېر ښکلی دی . باور لرم چې دغه پرانستونکي مراسم د تيرو نورو دورو له پرانستونکيو مراسمو څخه ډېر په زړه پورې دي .

سعيد المالکي چې د عمان د تلويزيوني ستيشن د سپورتي چينال مشر دی او په خپل هيواد کې د مشال يو ليږدونکی هم و ، د بيجينګ له اولمپيک لوبو سره ډېر صميمي احساسات لری ، ده وويل : دغه پرانستونکي مراسم ډېر خوندور او ښکلي دي ، لکه ما اټکلی دی چې نن ورځ ګويا چينايان نوی ژوند تر لاسه کړی وی.

په دې نسبت زه ډير خوشحاله يم ځکه چې زموږ هيواد په شان چين هم يو اسيايي هيواد دی ، نو د چين برياليتوب زموږ سره نژدې اړيکې لری او زموږ د مبارکۍ وړ هم دی.

د عراق د تلويزيوني ستيشن د سپورتي پروګرام مشر محمد خلاف زموږ خبريال ته وويل : لکه موږ وړاندوينه کړې ده چې دغه پرانستونکي مراسم ډېر زړه کښونکي او عظيم دي . له اوږدې مودې راهيسې د دغو درنو مراسمو د تياريانو لپاره چينايانو زيات بشري او مادي قوتونه او زياتې تجربې اچولي دي . په مراسمو کې نندارې لنډې دي ، خو ښکلي دي او په هر ځاي کې د ساينس او تکنالوژۍ برياليتوبونه څرګند شويدي. د څلورو ساعتو نندارو زموږ سترګې بيخي ورجلب کړي دي.

په دولتي ډګر کې د مشال بلېدل تل د وګړيو د پاملرنې وړ دي . په پرانستونکيو

مراسمو کې د مشال بلېدو بڼه هم ابتکاری ده . د ماکاروف نومي يو روسي سوداګر وويل زما په اند د بيجينګ د اولمپيک لوبو انتظامې کميټې د لي نين لخوا د مشال بليدو يوه سمه ټاکنه کړې ده چې د بلېدو دغه نوې بڼه مې نده ليدلې چې دا زما په ذهن کې ډېره ژوره خاطره ده .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040