د اولمپيک نړيوالې کميټې او د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو د بېجينګ د اولمپيک کلی زياته ستاينه کړی ده.

cri     (GMT+08:00) 2008-08-15 20:22:12

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتنظامي کميټې د اولمپيک کلي د څانګې مرستيالې دنګ يا پينګ د اګيست په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو له پيل راهيسي، د اولمپيک په کلی کې بېلا بېل کارونه په عادی ډول تر سره کېږي. د اولمپيک نړيوالې کمېټې او د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو د بېجينګ د اولمپيک کلي زياته ستاينه وکړه.

د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر چاکي روګ څرګنده کړه چې د بېجينګ د اولمپيک کلی تر نورو ډير ښکلی دی او د چين خلکو د دې لپاره ډير کوښښ کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040