د چين مشهور انځورګر سون يونګ شين

cri     (GMT+08:00) 2008-08-15 21:32:57

سون يونګ شين د چين يو مشهور انځورګر او د چين د انځورونو او خطاطی د نړيوالې اکاډمۍ مشر دی. هغه د چين د شان دونګ ولايت په جاو يوان ښار کې زېږېدلی دی او د ماشومتوب په موده کې يې له انځورونو سره ډېره مينه درلوده . سون يونګ شين پخوا د ساختمانی چارو او په تبليغاتی اداره کې کار کړی و او ورپسی يې د هنري موزيم د مشر په توګه وګمارل شو. خو دسون يونګ شين پر دی ټينګ باور درلود چې د ستونزو له ليری کولو سره توانيدلی د انځورونو کښلو په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کړی .

سون يونګ شين يو ځل د خپلو انځورونو په نندارتون کې د چين له مشهور دوديز انځورګر سون چی فنګ سره مخامخ شو او له هغه وروسته يې له سون چی فنګ څخه د انځورولو زده کړی وکړی او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړل. د ښاغلی سون يونګ شين له انځورونو څخه د طبيعی همغږۍ او عصري ژوند څرګندېږي. د يو عصري هنري تبصره کوونکی په اند د سون يونګ شين انځورونه د هنر ګډ او ځانګړی سبک لري.

سون يونګ شين د ٢٠ پيړۍ په ٩ لسيزه کې زيات شمېر جايزی تر لاسه کړی دي. دده له خوا د سور ګل ګلاب په نامه انځور د چين د سولی او وحدت د نړيوالې سيالۍ طلايی جايزه تر لاسه کړه، د تور رنګ ګل ګلاب په نامه انځور د اسيايی هېوادونو د سپورتي لوبو د انځورونو او خطاطی په سيالۍ کې درېيم مقام د نيولو او د تور بانکس په نامه انځور د نړيوالو انځورونو او خطاطی په نندارتون کې طلايی جايزه تر لاسه کړه . يوه بله خبره دا ده چې ښاغلی سون يونګ شين د چين د کلتور وزارت ، د

چين د کلتور ګډې ټولنې او د چين د کلتوري تګلارو د کميټې له خوا د چين له سلو

مشهورو انځورګرانو څخه د يوه تکړه انځورګر په توګه ټاکل شوی دی. څه د پاسه ٥٠ تلويزيونی ستيشنونو او ورځپاڼو د سون يونګ شين د انځورونو په اړه ځانګړی راپورونه خپاره کړی او څو ځله يې د چين په مرکزي تلويزيونی ستيشن کې کورسونه وړاندی کړی.

د ښاغلی سون يونګ شين په قول د انځورولو په بهير کې بايد خپل احساسات او د ټولنې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040