د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه نړيوالې نظريې

cri     (GMT+08:00) 2008-08-16 18:07:11

د يو شمېر هېوادونو خبري رسنيو په وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د چيني لوبغاړيو لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو او د چينی وګړيو د شوق او زوق ډېره ستاينه وکړه.

د جنوبی افريقا مشهورې کاپی ټايمز ورځپاڼې د اګست په ديارلسمه نېټه تر دې عنوان لاندی په لومړي مخ کې وليکل چې د چين لوبغاړيو برياليتوبونو نړۍ ولړزوله . د دغه هېواد د راډيو او تلويزيون شرکت په همدې ورځ د جمناستيک په لوبو کې د چين د ښځينه لوبغاړيو لخوا د تر لاسه شوي ډله ايز طلايی مډال په اړه وويل تر هغه وروسته چې د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه د چين نارينه وو لوبغاړيو هم په ډله ايزو سياليو کې د سرو زرو مډال ګټلی ، د چين ښځينه لوبغاړيو هم دغه مډال وګاټه. دا افسانه نه ده ، بلکې يو ريښتينی حقيقت دی.

د ايکيپی په نامه ورځپاڼې چې د فرانسې يوه اغيزمنه سپورتي ورځپاڼه ده ، د اګست په ديارلسمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل چينی نندارچيانو د بېجينګ اولمپيک لوبو د سياليو کتلو په ترڅ کې ښه کيفيت څرګند کړی دی. د جمناستيک په سياليو کې چينی نندارچيانو د هر هېواد لوبغاړيو ته تودې چک چکې وکړې او د دوی د برياليتوب په هکله يې افرين ووايه.

د فليپين د مانيلا ټايمز په نامه ورځپاڼې د اګست په څوارلسمه نېټه په يوه مقاله کې وويل په وروستيو ورځو کې د اولمپيک لوبو په اړه سياسي نظريې ډېرې کمې شوې، دا د اولمپيک لوبو له روحيې سره سمون خوري. د چيني او امريکايي لوبغاړيو تر منځ د مډالونو په تيره بيا د سرو زرو مډالونو د ګټلو سيالی د پاملرنې وړ ده. سپورت او دوستی د اولمپيک لوبو د تر سره کولو بنسټ بلل کېږي.

پر دې سربيره، دغې ورځپاڼې د اګست په پنځلسمه نېټه يوه بله مقاله خپره کړه چې عنوان يې و _ د چين د سوداګريزو شيانو مارکونه د پرمختګ نوی پړاو ته رسيدلي دي. په مقاله کې ليکل شوي که څه هم چينی توليدات په نړۍ کې ښه بازارونه لری، خو ډېر مارکونه يې مشهور نه دي، نو د بېجينګ اولمپيک لوبو د دغو مارکونو د شهرت موندلو لپاره يو ښه فرصت برابر کړی دی.

په مقاله کې دې ته اشاره شوي چې د لينوو په نامه د چين د کمپيوتر توليدولو شرکت لومړی چينی شرکت دی چې د پنځه شپېته مليون امريکايی ډالرو په برابرولو سره د اولمپيک د نړيوالې کمېټې لخوا د نړيوال همکار شرکت په توګه ومنل شو چې له مخې يې په نړۍ کې د دغه شرکت شهرت د پراخوالی لپاره ډېر ګټور دی. په همدی وخت کې د لي نينګ په نامه د سپورتي کاليو توليدی شرکت د پينګ پانګ، ډايف کولو ، جمناستيک او نښې ويشتلو په برخو کې له چينی لوبډلو سره مرستې کوی. د هسپانيا، سويدن او ارجنتاين په شمول د زياتو هېوادونو د باسګټبال لوبډلو او د امريکا د پينګ پانګ لوبډلې په ګډون لوبغاړي د لي نينګ مارک جامې اغوندي چې د نړۍ ډېر پام يې راجلب کړی دی. د دغه شرکت جوړونکی يعنی

د چين پخواني مشهور لوبغاړی لي نينګ له دې امله چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې سپيڅلی مشال يې بل کړ ، د ټولې نړۍ نندارچيانو ته ژوره خاطره پرې ايښې ده.

په دغه مقاله کې زياته شوی چې ٢٠٠٨ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلی کولو له دېرشمې کليزې سره برابر دی او د بېجينګ اولمپيک لوبې ښايی په نړيواله ساحه کې د چين او چينی توليداتو د ننوتلو يو مهم ټکی وګرځي.

د سينګاپور د ليانګ هه جاو باو ورځپاڼې د اګست په څوارلسمه نېټه په يوه مقاله کې وويل چې د دغه هېواد ولسمشر ناتان د بېجينګ له اولمپيک کلی څخه تر ليدنې وروسته په دغه کلی کې موجود تاسيسات ډير وستايل او و يې ويل د بېجينګ اولمپيک کلی د بېلا بېلو هېوادونو او کارکوونکيو ته د استوګنې ډېر ښه تجهيزات برابر کړی چې لوبغاړي ارام ژوند کوی او په ښه توګه خپلې سيالۍ تر سره کوی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040