د اولمپيک لوبو د لس مترو په واټن د بادی ټوپک نښه ويشتونکې ګوو ون جون

cri     (GMT+08:00) 2008-08-20 12:54:07

ګرانو اوريدونکيو، کله چی د چين د نښې ويشتلو لوبغاړې تاو لو نا په ٢٠٠٠ کال کې د سيدنی اولمپيک په لوبو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ، ١٦ کلنه ګوو ون جون مشهوره نه شوه، خو له اتو کلونو وروسته يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د لس مترو په واټن د بادی ټوپک په سيالۍ کې نورو زياتو لوبغاړيو ته ماتی ور کړه او د سرو زرو مډال يی تر لاسه کړ.د هغې برياليتوب له ستونزمن ژوند او ځانګړې مينې سره نړلي دي.

٢٤ کلن ګوو ون جون د اوسنيو سياليو د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز..........) زه ډېره خوشحاله يم ، خو له دغې سيالۍ مخکی مې له روزونکي سره د خبرو اترو په ترڅ کې په عمده توګه زما د خپلې عادی سويې په باب بحث وکړ، زما پخوانې غوښتنه يوازی دا وه چې په سيالۍ کې به خپله عادی سويه څرګنده کړم چې دغه غوښتنه مې سر ته رسولې ده.

د سرو زرو هر مډال تر لاسه کوونکی خپله ځانګړی کيسه لري، ګوو ون جون هم خپله کيسه لري. هغې د نښې ويشتلو په پيل کې د حيرانتيا وړ استعداد څرګند نه کړ او په ٢٠٠٣ کال کې يې د چين د ښارونو د پنځمې دورې په سپورتی لوبو کې هېڅ مډال تر لاسه نه کړ. په ٢٠٠٤ کال کې دغه ٢٠ کلنې نجلۍ په ملي سيالۍ کې له ګډون څخه بی برخه وه ، که څه هم په ٢٠٠٥ کال کې يی د روزنې حالت ښه و او د چين د شان شی ولايت د نښې ويشتلو په لوبډلې کې شامله شوه ، خو په پای کې د چين د لسمې دورې په ملی سپورتی لوبو کې يې د ګډون وثيفه هم نه وه ګټلې، دغې

لوبغاړې د يو لړ ستونزو په وړاندی کولو سره له لوبډلې څخه د ايستلو غوښتن ليک وړاندی کړ چې له امله يې په کور کې د يو کال لپاره پاتی شوه.په پای کې د روزونکي او کورنيو غړيو په مرستو سره يی بيرته د روزنی ځای ته ستنه شوه . ګوو ون جون د دغه بهير د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز...........) زما د روزنې بهير په ريښتينی توګه کوږ وږ و، خو د ټولو خلکو له مرستو څخه مننه څرګندوم . په تېره بيا زما له خپل روزونکي او د لوبډلې له مشر څخه ، ځکه ډېرې زياتې مرستې يې راسره کړې دي.

هغه کال چې ګوو ون جون له لوبډلې څخه ايستلی شوې وه، هره ورځ يې د شان شی ولايت د شی ان ښار په مغازه کې سپورتی جامې پلورلې چې له امله يې ستونزمن ژوند احساس کړ. په هغه وخت کې د هغې لپاره روزنه يو نيکمرغه ژوند و.

که څه هم د ګوو ون جون ژوند له ستونزو او کړاوونو څخه ډک و، خو د هغې لپاره ستونزمن ژوند د شتمنۍ مانا لری. ګوو ون جون په چټکې سره خپله عادی سويه څرګنده کړې چې په ٢٠٠٦ کال کې يې د نښې ويشتلو په ملی لوبډلې کې شامله شوه، د همدی کال په پای کې يې د دوحه په أسيايی سپورتی لوبو کې د لومړی ځل لپاره د بادی ټوپک نښې ويشتلو په ښځينه سيالۍ کې د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ او ورپسی يی په جلا جلا توګه په أسيايی اتلولۍ او د نړيوال اتلولۍ په وروستی سيالۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه . د روان کال په مارچ کې ګوو ون جون د چين په دننه کې د اولمپيک لوبو په انتخابی سيالۍ کې د لس مترو په واټن د بادی ټوپک نښې ويشتلو نړيوال ريکارډ ټينګ کړ چې له امله يی د اولمپيک په لوبو کې د ګډون وثيقه تر لاسه کړه.

د شان شی ولايت د شی ان ښار د سپورت ادارې مرستيالې جانګ ګوي اينګ د اګيست په ١٠ نېټه په ځانګړی توګه د بېجينګ د نښې ويشتلو په لوبغالي کې هغه

سيالی وکتلې. هغې وويل (اواز..............) زما په أند د ګوو ون جون ځانګړيتوب د

نښه ويشتلو لپاره مساعد دی . هغې په سيالۍ کې ډېره أرامه ده، د هغې په أند نور لوبغاړي په سيالۍ کې برياليتوب تر لاسه کولی شی ، هغه به هم ښه پايله تر لاسه کړي او يوازی په سيالۍ کې لازيات کوششونو ته اړتيا لري.

هغه به هيڅکله له نورو لوبغاړيو وروسته پاتی نه شی. د نښې ويشتلو د نړيوالې ګډې ټولنې مشر رانا دغه څرګندونې په سيالۍ کې د ګوو ون جون له ګډون وروسته وکړې. ګوو ون جون چې پخوا په لار کږه وږه روانه وه او د روانې دورې په اولمپيک لوبو کې نورو لوبغاړيو ته له ماتی ور کولو وروسته خپل برياليتوب تر لاسه کړ ښايی چې د نښې ويشتلو په برخه کې نوي پړاو ته ورسيږي .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040