د چين مشهوره سندغاړې لی جيا

cri     (GMT+08:00) 2008-08-23 20:36:07

ګرانو دوستانو، د کلتوری شخصيتونو په نننۍ کړۍ کې به تاسو د چين د ځوان سندرغاړی لی جيا په اړه يو لړ معلومات وړاندی کړو. لی جيا د چين يوه مشهوره سندرغاړې ده چې د چين د منځنی جنوب هو نان په ولايت کی زېږېدلې او په ١٤ کلنۍ يی د چين د هو نان ولايت په هنری ښوونځی کی د څو کلونو لپاره د هو نان هوا ګو اوپيرا زده کړه وکړه. تر هغه وروسته بيا لی جيا په ١٩٩٧ کال کی د چين د موسيقی په پوهنتون کی له پروفيسر ځو ون چين څخه د ولسی سندرو زده کړه وکړه او ٥ کاله وروسته يې د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د عمومی سياسی رياست د سندرو او نڅا ډلی يوه ځانګړی سندرغاړی وشوه. لی جيا څو ځله د سندرو ويلو په لويو سياليو کی ګډون کړی او زيات شمېر نندارچيان يی راجلب کړی دي.

د لی جيا له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره شته چې نوم يی دی خور ليو سان. خور ليو سان د چين د جوانګ قوم په فولکلور کی يوه هوښياره او ښوهياره نجلۍ ده چی د سندرو په ويلو کی ډېره تکړه ده. هغی د يوی غرنۍ سندری د ويلو له لاری د طبيعت ستاينه کړی چی له مخی يی د جوانګ قوم د خلکو مينه يی تر لاسه کړی.

لی جيا وروسته د چين د ولسی ازادی بخښونکی پوځ د عمومی سياسی رياست د سندرو او نڅا ډلی يوه ځانګړی سندرغاړی وشوه، هغې څو ځله د چين د سندرو ويلو په بېلا بېلو سياليو کی جايزی تر لاسه کړی او زيات شمېر اورېدونکی يی راجلب کړي دي.

په٢٠٠٦ کال کی لی جيا خپل دوهم البوم خپور کړ چی نوم يی دی د پيروتی ګلی اسمان. په دغه البوم کی ١٢ چينی ولسی سندری اوريدل کېږي چې د چين بېلا بېل سيمه ايز سبکونه لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040